د طالبانو پیغام د امریکا د نوي مشر ټرمپ په نامه تر بل هرچا امریکا ته زیات مهم دی

کابل ټکی کام حمزه عابد

د طالبانو ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي دي، د امریکا نوي اولسمشر ته يې دا پیغام دی چې نور دې د امریکا پالیسي ته بدلون ورکړي.

ښاغلی مجاهد وایې”زموږ پيغام ورته دادی چې  نور دې  د  امریکايي حکومت پاليسي داسې جوړه کړي چې په نړۍ کې د نورو ولسونو آزادۍ نه سلبوي او خپلې ګټې د نورو ملتونو په هلاکت او محکومیت کې نه  لټوي، ترڅو په داسې کولو سره  ټوله نړۍ په امن کې شي، او روان بحرانونه پای ومومي”.

اعلامیه زیاتوي چې د امریکا دولت دې په ځانګړې توګه د افغانستان په وړاندې خپلې پالیسي ته د تیر په څیر دوام نه ورکوي او له افغانستان څخه دې خپل فوځونه ورټول کړي.

په پیغام کې د طالبانو ترټولو واضحه غوښتنه داده چې تر هرڅه مخکې دې د امریکا نوی حکومت له افغانستان څخه خپل  ټول پوځونه  وباسي، او د طالبانو په وینا چې د تیرو امریکايي حکمرانانو په څير دې  نور په افغانستان کې خپل ځان او خپلو جنرالانوته د ناکامۍ او رسوايي لقبونه  نه ګټي، او نه دې په دې ناکامه جګړه کې  د ښکیلتیا له امله د امریکا حيثیت، اقتصاد او عسکرو ته زیان اړوي.

که څه هم د امریکا نوی ولسمشر د مسلمانانو سرسخت دښمن ښکاري خو د طالبانو دا پیغام دا جوتوي چې طالب مشرتابه په خپله پالیسي کې د هېڅ قسمه بدلون منلو ته تیار نه دي او د هر قسم چلېنج پر وړاندې به خپله نه ماتېدونکې پالیسي پر مخ بیایي.

په اعلامیه کې په ټرمپ غږ شوی دي چې افغانان دې خپل واک ته پریږدي تر څو پخپل منځ او له نړیوالو سره د ښه برخورد له وجې ټول د یو بل له ضرر څخه خلاص واوسي.

په نړیواله کچه که متوجه شو، نو دا جوتیږي چې د طالبانو دا پیغام تر بل هرچا زیات اهمیت امریکا ته لري هغه ځکه چې جنګ هره ګړۍ میلیونونه خرڅه لري او د ټرمپ شعار چې امریکا به پخواني حالت ته بیايي، یوازې د جګړې په درولو سره سرته رسیدلی شي.

ټرمپ ته د طالبانو دغه مشوره نړیوال سیاستوال ګورباچوف هم هر کال د امریکا حکومت ته ورکوي او که دې وار هم امریکا د طالبانو دغه له معنا ډکه مشوره ونه منله شاید د امریکا حالت د روس له حالت څخه هم بدتر شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close