طالبانو د اووه کلني ماشومې قاتل خاوند نیولی

طالبان وايي چې د بادغیس د قادس ولسوالۍ د ۷ کلنې اوسېدونکې، حامیې، قاتل خاوند یې نیولی او قضیه یې د طالبانو محکمې ته سپارل شوې ده.

۷ کلنه حامیه تېره شپه (د زمري ۷مه)، د قادس ولسوالۍ په جوز آقا کلي کې خپل خاوند په بېرحمۍ سره ووژله.

طالبانو د ځايي اوسېدونکو له خولې ویلي چې حامیه خپل خاوند، شرف الدین، د خپلې کورنۍ د یوې بلې ښځې په غچ کې وژلې ده. ”یاده ماشومه ډېر پخوا د یوې  تښتول شوې ښځې په بدل کې د درېیم ګړو له لوري ورکړی شوې وه، چې وروسته هغه تښتول شوې ښځه د خپلې کورنۍ د غړو له لوري په مرموز ډول وژل شوې وه. اوس د دې ماشومي نجلۍ خاوند، نجلۍ د هغې په بدل کې په ډېروحشت سره وژلې ده.“

طالبان وايي، ”د اسلامي امارت شرعي محکمې د پیښې د څېړلو لپاره یو هیئت ټاکلی څو له پوره شواهدو او معلوماتو وروسته د شریعت په رڼا کې قاتل ته سزا ورکړي.“

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close