طالبانو د بادغیس د “دره بوم“ ولسوالۍ نیولې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۲۶)

راپورونه وایي چې طالبانو تیره شپه د بادغیس ولایت د دره بوم ولسوالۍ بشپړه ولکه په لاس کې اخیستې او د ولسوالۍ په ګډون یې ټولې امنیتي پوستې او قوماندانۍ نیولي دي.
سیمیزې سرچینې وایي، طالبانو بیګاه شپه لس بجې پر دې ولسوالۍ تعرض کړی او لږ وخت کې یې ولسوالۍ تر کنترول لاندې راوستلې .

بادغیس دره بوم

طالب ویاند قاري یوسف احمدي وایی په خپله تویتر پاڼه لیکلي “ مزدور دښمن له موقع نه په استفاده دیادي ولسوالۍ له مرکز، امنیه قومندانۍ ، اوټولو پوستو د ولایت مرکز قلعه نو پر لوري په تېښته ولاړل ګڼ مهمات یې مجاهدینوته په لاس ورغلي دي“
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په ورته وخت کې د غزني د جغتو ولسوالۍ هم نیولې او ګڼو ځواکونو ته یط مرګ ژوبله اړولې

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close