طالبانو د بادغیس قادس ولسوالۍ کې ۴ پولیس اسیران کړي

کابل ټکی کام ۲۵حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

له بادغیس ولایت څخه خبري منابع وایي، چې د دغه ولایت د قادس ولسوالۍ اړوند د خیرخانې په سیمه کې طالبانو پر ګڼو پوستو وسله وال برید ترسره کړی دی.

د خبر پر اساس چې د دغې برید په ترڅ کې طالبانو ۴ پولیس ژوندي نیولي دي.

خبر وایي، جګړه چې اوس هم په شدت سره دوام لري، طالبانو تراوسه پورې یوه پوسته په ټولیزه توګه نیولې ده.

طالبانو هم په خپله خبرپاڼه کې د دغې خبر پخلی کړی دی، او ویلي یې دي، چې د دغې پوستې په نیولو سره یې ۶ پولیس وژلي، ۴ ټپيان کړي، او ۴ نور یې ژوندي اسیران کړي دي.

طالبانو همدا راز ویلي دي، چې په جګړه کې یې یو ټانګ هم له منځه وړی دی، او ګڼ مهمات یې ترلاسه کړي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close