طالبانو د بدخشان په راغستان کې ۲۶ تنو پولیسوته مرګ او ژوبله اړولې

 (کابل ټکی کام :دوشنبه ،لړم ۱۱ ،۹۴ ۱۳ل) حماس افغان

له سمي نه په تازه رارسيدلي خبر کې ويل شوي دي چې تېره ورځ سهار مهال د راغستان ولسوالۍ اړوند «پردر» او «نشیب در » سیموکې طالبانو له لوري په افغان ځواکون باندې بريدونه ترسره شوي چې مرګ او ژوبلي يي اړولې ده .

دغه راز خبر ځای وايي چې طالبانو د تاکتیکي چاودنو او مخامخ جنګونو په ترڅ کې ۹ تنه پولیس وژلي او ۱۷ نوريي ټپیان کړي دي .

دغه راز له سیمې نه عیني شاهدانو ويلي دي چې د وژل شوو عسکرو جسدونه امبولانسي هليکوپټرو په مټ له سيمې نه انتقال شوي دي  .

د یادونې وړ ده چې طالبانو دغه نښته تائيد کړې او د خپلو ۲ تنو ملګرو وژل کېدل او ۳ تنو نورو ټپي کېدل هم تائيډ کړي دي .

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close