طالبانو د ’بدري لښکر ۷‘ په نوم فلم خپور کړ

کابل.کام – د لېندۍ ۵مه، ۱۳۹۷:

د طالبانو اړوند منبع الجهاد سټوډیو نوی فلم، چې د طالب مشر پیغام ته هم په کې ځای ورکړل شوی،  خپور کړ.

په دغه ویډیويي اصدار کې پر ملکي وګړو د ګډو ځواکونو له خوا د تیریو بیلګې ښوودل شوې، او دغه راز  د پخواني طالب مشر جلال الدین حقاني انځورونو، د هغه په هکله دځینو شخصیتونو د خواشینیو پیغامونو او د نوموړي ویناوو ته هم ځای ورکړل شوی دی.

په دغه فلم کې تر ټولو مهمه صحنه د تیر کال هغه لوی برید دی چې د پکتیا ولایت پر امنیې قوماندانۍ ترسره شو، چې په کې د امنیه قوماندان په ګډون نږدې ۲۰۰ دولتي چارواکي او عسکر ووژل شول.

په دغه ویدیويي اصدار کې، چې تر پایه له ترانو سره مل دی، د طالب سرتیرو د تمریناتو صحنې هم راوړل شوې او تر څنګ یې د ګردیز د برید په تړاو د دولتي چارواکو اعترافات هم ځای  شوي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close