طالبانو د خپل پخواني مشر ملا اخترمحمد منصور وژنه تائيد او نوی مشر شیخ هیبت الله آخندزاده اعلان کړ

کابل ټکی کام فرید احمد ۶ غبرګولي/جوزا ۹۵
څو ورځې وړاندې امریکايي بې پيلوټه الوتکو ملااخترمحمد منصور په نښه کړ، او هغه یې له مینځه یووړ.
طالبانو خپلو ملګرو ته په خطاب کې ویلي دي چې دردناک حالت سره مخ دي، خو له صبر دې کار واخلي او له نوي مشر شیخ هیبت الله آخند سره دې سمدلاسه بیعتونه وکړي.
په بیانیه کې طالبانو د خپل پخواني مشر ملااخترمحمد منصور وژنه د کندهار په رېګستان او د بلوچستان سیمه ترمینځ ښودلې ده، او هماغه نېټه یې ښودلې ده، کومه چې د امریکا پنټاګون اعلان کړه.
په بیانیه کې طالبان د خپل پخواني مشر ملا اخترمحمد منصور له کړنو خوښ بريښي او هغه یې د طالبانو د امارت د مؤسس د پله رېښتينی لاروی یاد کړی دی.
« شهید منصور صاحب دامارت د زعامت وظیفه کټ مټ د خپل سلف امیرالمؤمنین ملا محمد عمرمجاهد رحمه الله په شان ترسره کړه تر دې چې له همدې ویاړمن دریځ، قوي ایمان او توکل سره د یوه جهادي سفر په جریان کې د الله تعالی دیدار ته ورغی»
طالبان وايي چې خپل نوی مشر یې ځکه ژر اعلان کړ، چې دیني مسؤلیت ورته متوجه و، او له خپلو ټولو ملګرو یې غوښتنه کړې چې ژر تر ژره دې له هغه سره بیعتونه وکړي.
څرنګه چې د امام یا امیر له شهادت یا وفات وروسته د مؤمنانو لپاره د نوي مشر نصبول د مسلمانانو په غاړه لازمي فریضه ده، د افغانستان د اسلامي امارت رهبري شوری چې د ګڼ شمیر علماء کرامو، د تفسیر او احادیثو د استادانو، متدینو سیاست پوهانو او جهادي تجربې د خاوندانو معتبره شوری ده د یوه مجلس په دائرولو سره چې د اهل الحل و العقد له شرعي اعتبار څخه برخمن و، وروسته له ژور فکر، تدبر او هر اړخیز دیني او جهادي مصلحت سنجولو یي محترم شیخ الحدیث مولوي هبت الله اخندزاده صاحب د اسلامي امارت د نوي زعیم په حیث د شوری د ټولو اعضاء په اتفاق تعین او د شرعي امیر په حیث یي ورسره بیعت وکړ، همدارنګه محترم الحاج ملا سراج الدین حقاني صاحب او د مرحوم امیرالمؤ منین ملامحمدعمرمجاهدرحمه الله زوی محترم مولوي محمد یعقوب صاحب یې دمرستیالانو په حیث تعین شول .
د اسلامي امارت رهبري شوری خپل ټول مجاهدین او عام متدین ولس په دې شرایطو کې وحدت اوتوکل علی الله ته رابولي، مجاهدین دې هیڅ تشویش نه کوي، لله الحمد موږ ناصر او پالونکي رب لرو، د اسلام او جهاد ډیوه چې دا څوارلس پیړۍ روښانه وه ترقیامته به همداسې ځلانده وي، د الله تعالی دشکر ځای دی چې موږ د اسلامي امارت په نوم یو جوړ او سالم نظام لرو، ددې نظام د ساتلو، پاللو او ټینګښت لپاره دا د ټولو دیني وجیبه ده چې له نوي امیرالمؤمنین محترم شیخ الحدیث مولوي هبت الله اخندزاده صاحب سره بیعت وکړي او د نوموړي تر مشرۍ لاندې خپلې برحقې مبارزې ته دوام ورکړي.
طالبانو په آخر کې له مسلمانانو غوښتي چې سر له سبا دې د خپل پخواني مشر لپاره ختمونه وکړي او روح ته  دې دعاوې وغواړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close