طالبانو د داعش د ويډیو په اړه اعلامیه خپره کړې

کابل ټکی کام ۲۰ زمری ۱۳۹۴ طالبانو په ننګرهار کې د داعش د وروستۍ ويډيو په اړه چې د شینوارو مامندو قومي مشران يې په بمونو آلوزولي، اعلامیه خپره کړې، چې کابل ټکی کام یې د اهمیت له مخې کټ مټ نشر ته سپاري. په ننګرهار کې د ورستي وحشت په اړه د اسلامي امارت اعلامیه تیره ورڅ یوه زړه بږنونکي ویډیو خپره شوه چي ښي د ننګرهار شینوارو ولسوالي دمامندو سیمي څو تنه قومي سپین ږيري او کلیوال په سیمه کي هغو اختطاف ګرو چي ځانونه داعش ته منسوبوي تراسارت وروسته په خورا قساوت او وحشت په بمونو الوزولي  او په شهادت يي رسولي دي . داچي عام ولسي وګړي یواځي په دي تورنیول کیږي چي له اسلامي امارت سره یی همکاري کړي  او بیا د مرتد حکم ورباندي کیږي او په شهادت رسول کیږي،  دا غیر اسلامي عمل په هیڅ ډول د توجیه وړ نه دی،  دافغانستان اسلامي امارت داعمل په کلکو ټکو غندي، په هر صورت له اسیرانو سره داسې چلند په هیڅ قانون کي جوازنه لري. دا ډول کړني او په سیمه کي دی ته ورته نور وحشي اعمال چي د څو بي مهاره او بي علمه انسانانو لخوا د اسلام او مسلمان په نامه ترسره کیږي، په اړه يې اسلامي امارت په سیمه کې خپلو اړونده مسئولینوته لارښوونه کوي چي دیادو پیښو عاملین  پیدا او دمقدس شریعت په رڼا کې مجازات کړي . دافغانستان اسلامي امارت ۱۴۳۶/۱۰/۲۶هـ ق   ۱۳۹۴/۵/۲۰هـ ش ــ 2015/8/11م

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close