طالبانو د دولت وزیري پرونۍ څرګندونې بې بنسټه وبللې

کابل ټکی کام ۱۶لړم/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

تېره ورځ د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري او د امریکایي ځواکونو یوه ویاند په یوه ګډه خبري ناسته کې د کندوز د بمبارۍ پړه ټوله پر طالب وسله والو ور واچوله او زیاته یې کړه، چې طالبانو په یوه کور کې غونډه روانه کړې وه، نو د هغې د له منځه وړلو په موخه بمبار وشو، چې ملکي وګړي یې هم قرباني شول.

د طالبانو مخکښ ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد د دولت وزیري دغه خبرې بې اساسه او بې بنسټه بللي دي.

ښاغلي مجاهد کابل ټکي کام ته د یوې اعلامیې په رالېږلو سره ویلي دي:

«دکندز په بزکندهاري سیمه کې زموږ دیو دلګۍ مشر شهید ملا متقي کور وو چې په همدې شپه پخپله ملا متقي د خپلو ماشومانو د لیدو لپاره له ۲تنو ساتونکو سره خپل کور ته تللی وو .

نه دلته کومه غونډه روانه وه، نه هم له دې درۍ تنو مجاهدینو ماسیوا نور مسولین او مجاهدین هلته موجود ول او نه هم شهید ملا متقي دنظامي کمیسیون مسئول وو.»

مجاهد ویلي دي، چې د دوی دا ډول څرګندونې جوتوي، تر څو عامه ذهنیت د دغه ستر جنایت څخه په بل خوا واړوي.

مجاهد دولت وزیري ته په خطاب کې ویلي دي:

تېر کال د کندوز په روغتون کې د چا غونډه روانه وه؟ چې بمبار پرې وشو او په سلګونه ملکي وګړي یې شهیدان کړل.

اونۍ وړاندې د ننګرهار په شیرزادو کې، د روزګان په دروېشانو کې، وړمه ورځ د فاریاب د جمعه بازار ولسوالۍ په کوسه سیمه کې د واده په کور کې د چا غونډه روانه وه؟ چې د امریکايي ځواکونو له خوا پرې بمبارونه وشول، ګڼ بې ګناه افغانان پکې شهیدان شول.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close