طالبانو د سولې د عالي شورا د مشر“کریم خلیلي“ ادعاوې پروپاګند بللې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۵)

وروسته تر هغه چې د سولې د عالي شورا مشر ادعا وکړه چې د طالبانو له مشرتابه سره لیکونه او  ویډیویي تماسونه تبادله کړي ، طالبانو یې په هکله غبرګون ښوودلی دی او دا ادعا یې رد کړې.
طالبان وایي؛

“موږ دا پروپاګند په کلکه ردوو، دا ادعاوې د اذهانو د اغفال او دغې په نامه شورا ته د مشروعیت ورکولو په نیت ترسره کیږي“

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې هیڅ مشر یې د ملي بووالي د حکومت له کوم نهاد“بنسټ“ سره تماس نه دی نیولی او نه هم لیکونه استول شوي دي.

د سولې شورا داسې مهال دې ادعا ته اړ کیږي، چې سرچینې وایي چې دغه شورا ممکن د مشورتي بورډ تر جوړیدو وروسته لغوه شي، د چارو د شنونکو په آند ښایي دا ادعاوې یې د سقوط له امکان څخه د بچ کیدو هڅې وي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close