طالبانو د غزني زوړ هوايي ډګر نيولی- د جګړې تازه حال

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۲۱)

طالبانو نن سهار يوځل بيا د غزني ښار په مهمو دولتي تاسیساتو بریدونه پيل کړی چې تر دې دمه يې د زوړ هوايي ډګر او قلعه شاده سيمې د نيولو خبر ورکړل شوی دی.

د راپورونو له مخې، طالبانو تېره شپه د غزني پر زوړ هوايي ډګر بريدونه وکړل چې په ترڅ کې يې شل رينجر سوځېدلي او د ښار اړوند د قلعه شاده مهمه سيمه هم د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

ذبيح الله مجاهد وايي، طالبانو ټول  هغه مرکزونه، پوستې اوسیمې چې د  تیرو ورځو په عملیاتو کې  یې له دښمن څخه  فتحه کړې دي، په خپل کنترول او واک کې ساتلي  او د پاتي نورو مرکزونو اوسیمو د نیولو او تصفیه کولو په هدف یې خپلو عملیاتو ته په منظم ډول او له پلان سره سم  دوام ورکړی دی.

طالب وياند په تازه ټويټ کې ليکلي: دغزني په ښارکې دننه قلعه سبز، پلان سه او دکندهار په زړه اډه سیمو کې دزنخان، ناوې، جغتو، رشیدانو اوخوګیاڼو ولسوالیو په نامه نقلي مرکزونه ټول فتح شول، پولیس په کې وژل شوي وسلې او مهمات ترې تر لاسه شوي دي زياتوي “ښمن د یادو ولسوالیو په نامه په غزني ښار کې جعلي مرکزونه جوړ کړي وو”.

دغه راز تېره شپه طالبانو د خواجه عمري ولسوالۍ، امنيه قومندانۍ او شاوخوا ټولې امنيتي پوستې نيولي چې په ترڅ کې يې لسګونه عسکر وژل شوي او په زياته اندازه وسلې او مهمات طالبانو ته په لاس ورغلي.

تازه سيمه ييزو سرچينو ويلي، طالبانو نن سهار شاوخوا اته بجې د بالاحصار او توپچي غونډۍ نه د ولايت پر مقام او ملي امنيت رياست پر ودانيو د درنو وسلو او توپونو بريدونه پيل کړي چې له کبله يې د يادو ودانيو څخه لوګي پورته کېږي.

که څه هم ملي دفاع وزارت د جګړې د کابو کولو خبر ورکړی خو د غزني د ولايتي شورا غړی نصير فقيري بيا وايي، جګړه د والي د دفتر په يو کيلو مترۍ او د ښار په اوو برخو کې شديده روانه ده.

په عين حال کې د امریکا مشهورې ورځپاڼې نيويارک ټايمز په خپل يوه راپور کې ويلي، چې د غزني ښار ډيری واټونه، څلور لارې او مرکزي سيمې د طالبانو تر واک لاندې دي او په مهمو سيمو کې يې مورچلونه جوړ کړي دي.

د نيويارک ټايمز خبريال د غزني ښار ته ورغلی وايي، په ډيری سيمو کې د وژل شويو عسکرو، ملکيانو او طالبانو جسدونه ليدل کېږي زياتوي چې د طالبانو له خوا ورته ښار ته د داخلېدو اجازه نه ده ورکړل شوې او ورته وويل شول ترڅو د جګړې سيمه خوشې کړي چې ژوند يې وژغورل شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close