طالبانو د غزني مرکزي زندان مات کړی ۴۰۰ زندانیان يي آزاد کړي دي
کابل ټکی کام ۲۳وږی۱۳۹۴
راپور: فیصل روښان
تېره شپه طالبانو د غزني ولایت په مرکزي زندان پراخ عملیات ترسره کړي چې په پایله کې يي خپل ۴۰۰ ملګري له بند څخه خلاص کړي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنيو ته په یوه استول شوي پیغام کې ويلي چې د خپلو اسیرو زندانیانو د ازادولو لپاره يې تېره شپه د غزني ولایت په مرکزي زندان باندې له هر لوري بريدونه کړي دي، چې ۱۰ تنه سرښندونکو او په لسګونو تنو نورو طالبانو او د دوی نظامي کنډک پکې برخه اخیستې وه.
د طالبانو په وینا دغه بریالي عملیات د تېرې شپې په ۲ بجو پیل شول چې څوساعته يي دوام وکړ، بشپړ زندان د دوی لاسته ورغی او په زندان کې ټول ساتونکي او پولیس ووژل شول.
دغه راز طالبانو ویاند ښاغلي مجاهد زیاته کړې چې په زندان کې د دوی خپل ۴۰۰ ملګري په کامل ډول ازاد شول او خوندي ځايونو ته ورسيدل.
د یادونې وړ ده چې په دغو عملیاتو کې د طالبانو یواځې ۳ تنه سرښندونکي وژل شوي او نور ټول مرستندویه ملګري يي روغ رمټ بېرته خپلو مرکزونو ته ستانه شوي دي.