طالبانو د غزني پر “مالستان“ولسوالۍ برید کړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۱۹)

دولتي سرچینې وایي چې طالبانو د غزني ولایت پر مالستان ولسوالۍ پراخ بریدونه پیل کړي او لا هم روان دي.

ځایي چارواکي وایي ،اوسمهال د ولسوالۍ مقر ته څیرمه د “مُکلي“ په سیمه کې نښتې روانې دي او که همداسې یې دوام وکړ، ښایي ولسوالۍ سقوط وکړي.

سرچینې وایي، طالبانو د خاص اروزګان له لوري پر دغه ولسوالۍ برید کړی او له نیول شویو دولتي رینجرو او ټانګونو چې په دغه ولسوالۍ کې یې له خپلسري قوماندان حکیم شجاعي څخه یې نیولي ؤ، کار اخلي.

تر اوسه په برید کې د مرګ ژوبلې په اړه دقیق معلومات نه دي رسنیز شوي.
طالبانو رسماً په دې تړاو کوم سپیناوی نه دی کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close