طالبانو د غورماچ امنيه قوماندان وژلی دی

کابل ټکی کام۰۱عقرب/۱۳۹۴

قدرت الله حسین

د فارياب د سرې مياشتې ادارې رئيس وايي، چې د دې ولايت د غورماچ ولسوالۍ امنيه قوماندان د نښتو پر مهال وژل شوی دی.

د غورماچ امنيه قوماندان عبد المجيد ګليم بافي درې ورځې وړاندې د طالبانو له لوري له ۱۸ نورو امنيتي کسانو سره نيول شوی و.

له نيول کېدو وړاندې نوموړی له ۳۰ عسکرو سره د طالبانو په کلابندۍ کې و او هغه مهال يې له امنيتي ځواکونو غوښتنه وکړه، چې د خلاصون لپاره يې کمانډو الوتکې ور واستوي، خو هيچا یې خبرې ته غوږ ونه نيو.

د فارياب د سرې مياشتې رئيس خال ميرزا صبوري چې له خپلو کسانو سره د غورماچ ولسوالۍ د مړو انتقال ته تللی و، وايي، چې ګليم بافي يې مړ موندلی دی.

ګليم بافي د تېرو ټاکنو پر مهال په ميمنه کې د ډاکټر عبد الله عبد الله د ګوند د کمپاين مشري پر غاړه لرله، وروسته د پوليسو ليکو ته ننوت او د غورماچ امنيه قوماندان شو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close