طالبانو د فراه په جګړو کې نيولي (پنځه دېرش) عسکر خوشې کړل

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۲۹)

طالبانو په فراه ولايت کې هغه پنځه دېرش تنه هغه عسکر خوشې کړي چې په همدې ولايت کې يې د جګړو پر مهال نيولي و.

دغه عسکر چې د افغان پوځ په لیکو کې يې د فراه په بيلابيلو سيمو کې دندې کولې تيره ورځ طالبانو د بکواه ولسوالۍ په مربوطاتو کې خوشې کړي او خپلو خپلوانو ته سپارلي دي.

طالبانو رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه عسکر د طالبانو د مشر مولوي هبة الله اخندزاده په ځانګړي فرمان خوشې کړي دي.

طالبان وايي، يادو عسکرو کلکه ژمنه کړې چې نور به هيڅکله د (اسلامي امارت په وړاندې ونه درېږي) او هغوی سره به خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي.

طالبان وايي، د يادو عسکرو د خوشې کولو پر مهال د هغوی د کورنيو غړي ورغلي و او له هغوی سره خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان په دومره لوی شمير کې دولتي عسکرو له خپلو زندانونو خوشې کوي بلکې تر دې مخکې هم د طالبانو مشر د اختر، روژو او د ځانګړو ورځو په مناسبت په فرمانونو کې دولتي عسکر له زندانونو خوشې کړي دي.

د يادونې ده، چې طالبانو څو ورځې مخکې د شريعت غږ راډيو له لارې پر خپلو جنګياليو غږ وکړ چې تر خپلې وسې دې دولتي عسکر نه وژني او هغوی ته دې حق لار ته د رادعوت کولو هڅه وکړي په وينا يې د “دولتي عسکرو تر وژلو د هغوی په اصلاح کېدو خوشحاله شئ” ځکه چې کورنۍ او یتیمان یې زموږ ټولنه ځوروي او بیا هم ستاسو له غاړې کیږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close