طالبانو د فراه په مرکز کې یوه پوسته نیولې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۱۹ فرید افغان)

د فراه د ولایتي شورا رئیس فرید بختور رسنیو ته ویلي؛ چې طالبانو د فراه د مرکز اړوند برنګتوت سیمه کې یوه پوسته نیولې او په خبره یې چې په دې برید کې ۶ پولیس وژل شوي او د هغوی ټول مهمات طالبانو له ځانه سره وړي.
طالبانو د پیښې د پخلي تر څنګ د یوه پولیس د نیولو ادعا هم کړې.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې څو شیبې وړاندې طالبانو د بالابلوک ولسوالۍ ته تللي یو لوی ټولي کمانډو ځواکونو ته چې شمیر یې تر ۵۰ پورته و، مرګ ژوبله واړوله.
په لویدیځ زون کې د ملي اردو د ځواکونو ویاند نورالحق خالقي د ۳۰ کمانډوځواکونو وژل منلي او د ټپیانو اړوند یې له څه ویلو ډډه کړې.

د فراه د ولایتي شورا منشي عبدالصمد صالحي وایي، تلفات، ځکه واوښتل، چې په خپل وخت هوایي ملاتړ ساحې ته ونه رسیده
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د تخار ولایت خواجه غار ولسوالۍ په مربوطاتو کې هم طالبانو د ملي اردو یو مرکز او ۱۲ پوستې ونيولې او لسګونو اربکیانو او د ملي اردو ځواکونو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
په ورته وخت کې د ملي یووالي د حکومت مشر اشرف غني ویلي؛ طالبان زموږ د ملي امنیتي ځواکونو سره د مخامخ جګړو توان نه لري.
طالبانو ویلي چې دوی هر ډول مخامخ جګړې ته چمتو دي او وړتیا یې لري.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close