طالبانو د مؤسسو او شرکتونو لپاره د اړیکو نیولو ادرسونه نشر کړل

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۸) زرغون خوږیاڼی

طالبانو په یوه خپره شوې اعلامیه کې د مؤسسو او شرکتونو د کنترول او ساتنې په موخه خپل ادرسونه خپاره کړي دي.

په خپور شوي خبر کې طالبانو ویلي، چې د دوی د مؤوسسو او شرکتونو د کنترول کمیسیون د عام ولس د خدمت، هوساینې او اسانتیا په موخه د اړیکو نیولو لپاره د «خدمت» په نوم د مخابرې او ګرځنده تیلیفون شمیره خپره کړې او ویلي یې دي چې له دې لارې مراجعین خپل وړاندیزونه اومشکلات له یاد کمیسیون سره شریکه ولی شي.

د طالبانو اعلامیه کټ مټ تاسو درنو لوستونکو ته په مخ کې ږدو:

 د افغانستان د اسلامي امارت د مؤسساتو او شرکتونو د کنترول کمیسیون خبرتیا

دمؤسساتواوشرکتونودکنترول اوتنظیم کمیسیون دعام اولس دخدمت لپاره ایجاد شوی، دخلګودخدمت، هوسایني  اواسانتیا اولاس رسي په خاطرنوموړي کمیسیون دنورو ادرسونوترڅنګ داړیکي نیولو لپاره (خدمت) په نوم  په دې نمبر(5555) لویه مخابره فعاله کړي اوهمدداراز د ګرځنده تلفون /موبایل په دې شمېره (0772787606) باندي هم مراجعین  کولی شي تماس ونیسي ،خپل وړاندیزونه اومشکلات یادي ادارې ته ورسوي.

 

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close