طالبانو د ناټو او کابل چارواکي پر خپلو کړو پښېمانه کړي

تميم توفيق
له حکومتونو رالاندې په ټولنو کې ځينې خلک وي چې قول يې وي خو عمل نه، داسې خلک د کاميابۍ ډير کم چانس لري، بلکې بيخي يې لري نه، ځينې بيا عمل لري/کوي خو د قول يې درک نه وي، دغه رنګه خلک له پورتنيو هغو نسبتاً ښه وي خو کاميابي يې بيا هم شکمنه ځکه وي چې خلک يې د خپل قول په زور په خپل عمل نه وي قانع کړي، دريمه ډله هغه کامياب اشخاص دي چې هم قول لري او هم عمل، د دوی قول او عمل د کاميابۍ په ترلاسه کولو کې د يو بل مرستندويه وي او په دواړو کې رښتينولي د دوی د کاميابۍ بشپړ تضمين ورکوي.
زمونږ په هيواد کې د طالبانو، امريکا/ناټو او کابل ادارې د چارواکو کټ مټ همدا مثال دی، په دې دريواړو کې طالبان هغه څوک دي چې په قول او عمل کې رښتيني دي، دواړه يې کله هم يو له بله تيروبير يا ټکر نه دي ثابت شوي، همدا وجه ده چې ورځ تر بلې يې د مبارزې په حقانيت اعترافونه کيږي. د دوی په مخکې چې د امريکا/ناټو او کابل ادارې له لوري کوم خنډونه ايجاد شوي و، طالبانو همدغه خنډونه په خپله ګټه واړول، په ګرده نړۍ کې د طالبانو مخالفو جهت هڅه کوله چې د بروز مخه يې ونيسي، ترڅو يې خلک په حقيقت خبر نه شي، مګر دوی له ډيرو کمو امکاناتو او فرصتونو څخه په ګټه اخيستنه خپل ځان په ټوله نړۍ وپيژاند.
د بېلکې په دول، د ناټو او کابل ادارې تر ټولو لويه حربه رسنۍ وې، چې د طالب او طالبي فکر ځپلو لپاره يې ايجاد کړې وه، نن طالبانو رسنيو ته د خپل حقيقت په ورپېژندلو سره دغه حربه دې پړاو ته ورسوله چې بيرته د ناټو او کابل ادارې په زيان تمامه شوه. له دغه ځايه ده چې امريکا او کابل ادارې د رسنيو سانسور ته مټې رابډ وهلې او په بشپړه سپين سترګۍ يې د هغو سيمو د راپورونو نشرولو بنديز پرې ولګاوه چې اوسمهال د طالبانو تر کنټرول لاندې دي.
رسنيو ته چې د طالب د غږ پيکه کولو کوم پلانونه ورکړل شوي و، طالب د ژبې او کردار د صداقت په مټ هغه ټول پلانونه خونثا او رسنۍ يې دې پړاو ته ورسولې او مجبورې کړې چې د مخالف جهت د خبرې او عمل په ضديت اعتراض وکړي. اوس نو د کابل ادارې او امريکا خپله حربه د دوی پر سر مسلطه شوې، دا چې دوی د دې حالت د زغملو تاب نه لري؛ ځکه غواړي د رسنيو فعاليت محدود کړي، تر څو نور د طالبانو په ګټه کار انجام نه کړي.
بل مثال يې د انجوګانو يا مؤسساتو دی، دا ادارې د طالبانو د اسلامي امارت له سقوط وروسته، د هيواد په ټولو سيمو کې له کچې وتلې ډيرې شوې. ويل کيږي ناټو او کابل ادارې د مؤسساتو په کارکونکو کې خپل افراد لرل او له دې لارې يې هڅه کوله پاتې طالبان هم له منځه يوسي، خو طالبانو له ځينو تکتيکونو په استفاده هم ځان محفوظ وساتلو او هم يې انجوګانې د ځان او هيوادوالو په ګټه وکارولې.
نن د مؤسساتو دغه سل سلنه په بل مخ اوښتل هم د امريکايانو او کابل ادارې له برداشت وتلی ښکاري او غواړي فعاليتونو يې محدود او تر خپل بشپړ نظارت لاندې وساتي.
دوه ورځې وړاندې چې په کانټينينټل هوټل کې د يادو ادارو ملي غونډه وه، اشرف غني پکې د خبرو په مهال په خورا تونده لهجه وويل چې د دې نادولتي ادارو دروازې به وتړي. اشرف غني د ادارو بندولو دليل دا وړاندې کړ چې دوی ته د خپل درآمد او مصرف راپور نه ورکوي، خو حقيقتاً خبره بل ډول ده.
طالبان په خپلو تشکيلاتو کې د مؤسساتو کميسيون په نامه اداره هم لري، دغه اداره د همدې مؤسساتو فعاليتونه څاري او د خپلو هيوادوالو په ګټه يې استعمالوي. موږ ډير کله د ټولنيزو او ازادو رسنيو له لارې د طالبانو تر ولکې لاندې سيمو کې د بيارغونې انځوريز خبرونه وينو، دغه د همدې کميسيون د فعاليتونو برکت دی.
د طالبانو دې عمل هم رسنۍ په دې خجالت ورسولې چې ويل به يې طالبانو، پلونه، سرکونه او عام المنفعه ځايونه ورانوي او هم يې هيوادوالو ته ده دا حقيقت څرګند کړ چې د کابل ادارې او امريکا د بيارغونې خبرې صرف تبليغات دي، دوی په اصل کې د هيواد رغونکي نه، بلکې ورانونکي دي.
همدا وجه ده چې امريکايانو اشرف غني د يادو ادارو په څارلو، محدودولو او بلاخره په تړلو مامور کړ چې ده هم پرونۍ غونډه ښه موقع وبلله او په خپلو ګستاخانه او بې شرمانه وينا کې يې اخطارونه ورکړل.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close