طالبانو د هلمند د چاودنې مسوليت ومانه- قهرمان وژل شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۲۵)

نن سهار شاوخوا لس بجې د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه کې د ولسي جرګې د کانديد عبدالجبار قهرمان د انتخاباتي کمپاين په دفتر کې چاودنه شوې چې د راپورونو پر اساس د هغه په شمول پکې څو تنه وژل شوي دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، قهرمان د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړې او وژل شوی دی.

ځواک د چاودنې په لومړيو شيبو کې ويلي و چې نوموړی سخت ټپي دی او روغتيايي وضعيت يې ښه نه دی.

که څه هم ځينې راپورونه وايي، چې پر نوموړي سرتیری بريد شوی خو د هلمند د پوليسو سرچينې وايي چاودېدونکي توکي د قهرمان په چوکې کې نصب شوي، کله چې نوموړی دفتر ته راورسېد چاودنه پرې وشوه.

عبدالجبار قهرمان په ولسي جرګه کې د هلمند استازی او په هلمند کې د  اوپراتیفي جګړې مشر پاتې شوی دی.

طالبانو د بريد مسوليت منلی او وياند يې قاري يوسف احمدي په خپله ټويټر پاڼه ليکلي: چې مشهور کمونست جنرال عبدالجبار قهرمان له خپلو ۳ ډیرو مهمو مشاورینو سره په یوه تکتیکي چاودنه کې ووژل شو.

د احمدي په وينا، په دغه چاودنه کې د هغه شپږ ساتونکي ټپيان شوي او ټاکنيز دفتر يې له منځه تللی دی.

ټاکل شوې چې د ولسي جرګې انتخابات د راتلونکې شنبې په ورځ ترسره شي خو د کمپاينونو پر مهال تر دې دمه په چاودنو او بريدونو کې نږدې لس کانديدان وژل شوي دي.

طالبانو دغه انتخابات تحريم کړي له خلکو يې غوښتنه کړې چې پکې برخه وانخلي او خپلو پلويانو ته يې د انتخاباتو د مخنيوي امر کړی دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close