طالبانو د هلمند سنګین کې یوه مهمه قرارګاه نیولې ده

کابل ټکی کام ۱۹عقرب/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د طالبانو ویاند ښاغلی ذبیح الله مجاهد زمونږ همکار ته د ایمیل له لارې خبر ورکوي چې د دوی جنګیالیو بېګاه ماسخوتن ۱۰بجې د سنګین ولسوالۍ مرکز ته څېرمه د شینغزیانو د دښت په سیمه کې د افغان ځواکونو په یوه مهمه قرارګاه برید ترسره کړ، چې تر ۲ساعتونو پورې یې دوام درلود.
د مجاهد له قوله چې قرارګاه په ټولیزه توګه د دوی د جنګیالیو لاسته لوېدلې ده، او په قرارګاه کې ولاړ ۷ټانګونه او ۲۷تنه افغان ځواکونه له منځه تللي دي چې اوسمهال یې هم په سیمه کې مړي پراته دي، او نور یې د تلفاتو په لیدلو سره تېښتې ته مجبور شوي دي.
مجاهد د ۴ امریکايي ثقیلانو، ۱۱امریکایي ټوپکونو، یواېس پي جي ناین د توپ، یو چریکي هاوان او د ګڼ شمېر نورو نظامي مهماتو خبر یې هم ورکړی دی.
مجاهد مني چې د برید پرمهال د دوی یو تن جنګیالۍ ټپي شوی دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close