طالبانو د يک او طلوع تلويزونو د مرکزونو او کارمندانو د په نښه کولو امر وکړ

کابل ټکی کام قدرت الله حسین

وسله والو طالبانو خپلو جنګیاليو ته د يک او طلوع تلويزونو د ټولو کارمندانو او مرکزونو د په نښه کولو امر کړی دی.

طالبانو په خپله اعلاميه کې ويلي دي، چې دا چې دغو دواړو چېنلونو د دې ولس د دين او هېواد دښمنۍ ته ملا تړلې ده، له دې وروسته يې هيڅ کارکوونکی مصؤونيت نه لري او چې هر چېرې امکان ولري په نښه به شي.

اعلاميې زياته کړې ده، چې دغه دواړه چېنلونه پر دين او کلتور ملنډې وهي، فشحا خپروي او ځوانان بې لارې کوي او د دې هر څه په بدل کې له امريکايانو فنډ ترلاسه کوي.

طالبانو د دغو دواړو چېنلونو هغو راپورونو د مثال په توګه ياد کړي، چې تېرې څو ورځې يې په پرله پسې ډول خپروي، او په کې ويل کېږي، چې ګوندې طالبانو په کندز ولایت کې د نجونو پر ليليه د بريد پر مهال هلته پر نجونو جنسي تېری کړی دی.

اعلاميه زياتوي: سره له دې چې د ولس دغه تورونه په کلکه رد کړل او ويې ويل، چې هغه مهال ټولې تعليمې ادرې رخصت وې، خو يادو تلوېزونو بيا هم د دغو راپورونو له خپرولو ډډه ونه کړه، ځکه نو اسلامي امارت نور دغه رسنۍ د رسنيو په توګه نه پېژني، بلکې په خپلو نظامي اهدافو کې يې شاملوي.

طالبانو ويلي دي، چې له دې وروسته د دغو تلويزونو هيڅ کارمند، نطاق، دفتر، خبري ټيم يا راپور ورکونکی مصؤونيت نه لري او د اسلامي امارت نظامي کميسيون خپلو ټولو مجاهدينو ته امر کوي، چې پر ضد يې پرېکنده اقدام وکړي.

طالبانو همدا راز له ټولو هېوادوالو غوښتي، چې له يادو چېنلونو سره دې له هر ډول اړيکو ځان وساتي.

اعلاميې په پای کې ليکلي، چې د اسلامي امارت نظامي کميسيون د بې پرې رسنيو درناوی کوی او کارکوونکو ته يې ډاډمنه امنيتي فضا برابروي، خو هغه رسنۍ چې د دين او وطن دښمنۍ ته يې ملا تړلې، دوی به يې په وړاندې چوپ پاتې نه شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close