طالبانو د پکتیا ولایت په ډيله ولسوالۍ کې ۳ کیلو متره سرک جوړ او ګټې اخیستې ته وسپارلو

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۳) الماس خدرخیل

 طالبان وايي، چې د اسلامي امارت د مؤسساتو د کميسيون په نوښت او ابتکار يې دا ځل د پکتيکا ولايت په ډيله ولسوالۍ کې د ۳ کيلو متره سړک جوړونې کار بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارلو.

د دوی په وينا نوموړی سړک د يادې ولسوالۍ له بازار څخه چې د خوازې تر کلي پورې غزېدلی په خورا ښه کيفيت سره جوړ او د خلکو د تګ راتګ لپاره يې پرانسته وشوه.

د سيمې يو تن اوسېدونکی رحمت الله چې د اسلامي امارت د عام المنفعه پروژو د کار څخه خوښ معلومېده کابل ټکی کام ته وويل، چې طالبانو له نوموړې ولسوالۍ څخه د غزني ولايت مقر ولسوالۍ ته په غزيدلي سړک هم د سيمې د خلکو په مرسته د جوړونې چارې پیل کړي او ډر ژر به د خلکو د تګ راتګ لپاره پرانستل شي.

د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې طالبانو ورسره په ولسوالۍ کې د کلينيک جوړولو ژمنه هم کړې چې اوس کار پرې روان دی، چې د يادې ولسوالۍ زياتره خلکو روغتيايي ستونزې به پکې حل شي.

که څه هم ځينې رسنۍ په طالبانو د عام المنفعه پروژو او کارونو د تخريب نيوکه کوي، خو د ولسي خلکو په وينا طالبانو د هېواد په بېلابېلو سيمو کې په کمو امکاناتو د سړک، کلينيک، مکتب او يو شمير نورو عام المنفعه پروژو په جوړونې او ساتنه کې مهم رول لري.

 تر دې وړاندې هم طالبانو د هېواد په بېلابېلو سيمو کې په کمو امکاناتو د سړک جوړونې پروژه په کار اچولې ده.

د يادونې ده، چې طالبانو شاوخوا يوه اونۍ وړاندې اعلان کړه، چې دوی په عام المنفعه پروژو کار نه لري او ښه ساتنه به ترې وکړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close