طالبانو د کابل او بګرام هوایي ډګرونو باندې توغندویز بریدونه کړي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۹)

طالبان وایي، چې تیره شپه یې د پلازمینې کابل د حامدکرزي نړیوال هوایي ډګر پر نظامي برخه په نښه کړې او ګڼ تلفات یې ور اړولي.
د طالبانو له خوا به یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، د کابل هوایي ډګر په ۴ توغندویو ویشتل شوی ، چې پراخ ځاني او مالي زیانونه له ځانه سره لري.

‏‎په یو بل خبر کې ویل شوي، چې طالبانو تیره شپه د بګرام پر هوایي ډګر هم بریدونه کړي او زیانونه یې ور اړولي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي “ ابتدايي معلومات ښيي چې امریکايي اشغالګرو عسکرو ته تلفات اوښتي او له خورا وارخطايي سره مخ شوي دي“
دېادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې هم د بګرام هوایي ډګر په نښه شوی و او د امریکایي ځواکونو پر میشت ځایونو توغندویز بریدونه شوي و.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close