طالبانو د کابل د برید وروستي جزئیات نشر کړل

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۸)

طالبانو تیره شپه شاوخوا شپږنیمې بجې د کابل ښار د نهمې حوزې اړوند سیمه کې د G4S په نامه پر یوه خصوصي امنیتي شرکت چې د بریتانیا هیواد اړوند و، برید وکړ.
برید چې پوره لس (۱۰) ګړۍ یې دوام وکړ، د دولتي چارواکو په وینا ،په کې ۴ بهرنیان او ۶ داخلی اتباع وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان دي؛ دا لومړني مالومات و او چارواکو د تلفاتو وروستي مالومات لا تر دې دمه رسنیو ته په لاس نه دي ورکړي.
طالبانو هم د یاد برید وروستي مالومات رسنیز کړي او ویلي یې دی چې برید ددوی پنځو تنو سرتیرو ملګرو هر یو ( احمد ننګرهاري د پوهنتون محصل، حافظ محمدعمر بغلاني، حافظ سعید کابلي، مولوي معاویه هلمندي او مولوي شمس الله زابلي) ترسره کړی دی.

خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه نظامي کيمپ (G4S ) کې له ۵۵ څخه تر ۶۰ پورې بهرني روزونکي لوړ رتبه افسران، له ۸۰ څخه تر ۱۳۰ پورې داخلي د استخباراتو او ځانګړو ځواکونو تر روزنې لاندې افسران، او د کيمپ د امنیت لپاره تر ۳۵ پورې کمانډو ځانګړي ځواکونه اوسیدل چې ټول تر بریدونو لاندې وو.

طالبان وایي ۱۲ بهرنیو روزونکي یې چې تازه یاد کمپ ته راغلي و په لومړي موټربم برید کې له منځه تللي او په وینا یې چېد ابتدايي معلوماتو په اساس په دغه پوځي کمپ کې له ۱۸۲ څخه تر ۲۳۷ پورې بهرنيان او داخلي عسکر اوسیدل چې زیاترو ته یې مرګ ژوبله اوښـتې.
طالبانو پر امریکایانو او افغان عسکرو ژغ کړی چې هیڅکله به د دوی له بریدونو بچ پاتې نه شي او د کابل دغې مهمې امنیتي ساحې ته په کتو سره کولی شي، هرخوندي ځای په نښه او خپل مقابل لوری له منځه یوسي.

طالبانو د برید هدف په لوګر،  هلمند، کندهار او ځینو ولایاتو کې د ګډوځواکونو له خوا د ملکي مرګ ژوبلې غچ اخیستل ښوودل شوي دي.

 

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close