طالبانو د کابل د ننني سرتېرو بریدګرو انځورونه خپاره کړل

کابل ټکی کام ۳۱حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
نن د کابل ښار په لومړۍ حوزه کې د استخباراتو لسم نمبر ریاست ته څو تنه بریدګر ننوتلي وو، چې له کبله یې سلګونو مهمو کارمندانانو ته مرګ ژوبله واړوله.
د دغو بریدونو پړه چې طالبانو په غاړه واخیسته، لومړی یې یوه سرتيري موټربم ترسره کړ، او د نورو بریدګرو لپاره یې خنډونه له منځه یووړل، او بیا وروسته دوه نور بریدګر دغه ریاست ته ننوتل، او درنده جګړه یې پیل کړه، چې څو ساعتونه یې دوام وکړه.
طالبانو په خپله ټوېټر پاڼه کې لیکلي دي، چې کابل کې یې دوه بریدګر وژل شوي دي، او یو بریدګر ژوندی تر دوی پورې رسېدلی دی.
طالبانو د وژل شویو دوو بریدګرو انځورونه هم خپاره کړي دي، چې یو یې جمال الدین د میدان وردګو او بل یې سید عبدالولي د کندهار ولایت اوسېدونکي یاد کړي دي.
باید ووایو، لومړی موټربم دومره زورور وو، چې د یوې کیلو مترۍ په اندازه لېرې پرتې ودانۍ یې هم لړزولي دي، او ښیښې یې ورماتې کړي دي.
د یادولو ده، چې دغه برید د ملي یووالي حکومت د دواړو مشرانو (غني او عبدالله)، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، کابل کې د برتانیې د سفیر، د پاکستان د لومړي وزیراعظم، د هندوستان د لومړي وزیر او د یوناما له لورې په کلکه توګه غندل شوی دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close