طالبانو د کابل ننی برید ستایلی او پر افغان سرتیرو یې د مبارزې غږ کړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۱۲)

طالبانو په پلازمینه کابل کې پر امریکایي ځواکونو د نن ورځې برید ستایلی او هغه افغان عسکر یې با احساسه ځوان بللی، چې پر امریکایي عسکرو یې مخامخ ډزې وکړې.
ناټو وایي په دغه برید کې (چې کره ځای یې نه دی ښوودل شوی) یو امریکایي عسکر وژل شوی او یو بل ټپي دی خو بریدګر د تیر په څیر د خپل افغان ملګري د ډزو ښکار شوی دی.
بل خوا بیا طالبانو د تلفاتو په تړاو دناټو دغه ادعا ننګولې او ویلي یې دي چې “امریکايي اشغالګر هڅه کوي په داسې پيښو کې خپل تلفات د ګوتو په شمار او کم وښيي، خو واقعیت دادی چې کله یو عسکر خپل ژوند په حتمی خطر کې اچوي او په دښمن د برید تابیا لري، هغه کله هم په یوه یا دوه امریکایانو برید نه کوي، بلکې ګڼ شمیر به په نښه کوي“

طالبانو د امریکايانو پر وړاندې جهاد او مبارزه د هر افغان او مسلمان وجیبه بللې او پر افغان ځواکونو یې ژغ کړی چې د خپل ایماني مسؤلیت له مخې د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې دغه ډول بریدونو ته ادامه ورکړي او په خبره یې چې “ له دا ډول طلايي فرصت څخه استفاده وکړي، د اشغالګرو عسکرو مهمې هستې اوعسکر په نښه کړي او تاريخي ویاړ وګټي. “

دابرید داسې مهال تر سره کیږي چې یوه اونۍ وړاندې د طالبانو یوه نفوذي عسکر د هرات په شینډنډ هوایي ډګر کې پر بهرنیو ځواکونو د خپل ټوپک شپیلۍ ور واړوله چې په نتیجه کې دریو بهرنیانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، هغه مهال هم بریدګر افغان سرتیری د خپلو ملګرو له خوا امریکایانو ته ور وسپارل شو، چې هغوی بیا تر سختو شکنجو وروسته وواژه.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close