طالبانو د کابل پرونۍ چاودنې په کلکه غندلې او داعش یې مسؤلیت ومانه

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۱۵)

تیره ورځ مازدیګر مهال د کابل ښار په لویدیځ کې د شپږمې حوزې اړوند د مزاري په واټ کې د پهلوانۍ یوه کلب کې چاودنې وشوه.
د راپورونو ترمخه، بریدګر لومړی د یاد ورزشي کلب ساتونکی وواژه او بیا سالون ته ننوت او ځانته یې چاودنه ورکړه، تر دې یوه ګړۍ وروسته د برید پر ځای کې پر راټولو شویو کسانو چې خبریالان هم په کې وه، دوهمه موټربم چاودنه وشوه چې د وروستیو معلوماتو له مخې په دواړو بریدونو کې تر ۲۰ ډیر کسان پکې ووژل شول او نږدې ۷۰ تنه ټپیان دي.
په وژل شویو کې د یوه پولیس په ګډون د طلوع تلویزیون دوه خبریالان هم شامل دي.

په دوهمه چاودنه کې د طلوع تلویزیون اړوند دوه خبریالان ( خبریال صمیم فرامز ، تصویر اخیستونکی رامز احمدي )
وژل شوي

دغه راز په ټپیانو کې د خورشید او یک تلویزیون څلور خبریالان او څو نظامي کسان هم دي.
طالبان وایي، د کابل برید دوی نه دی کړی او په سختو ټکو یې غندلی دی

“په کابل کې نني بریدونه د مجاهدینو پورې هیڅ اړه نه لري او اسلامي امارت په اولسي خلکو او عامو اهدافو باندې بریدونه په کلکه غندي.“

خو داعش وسلوالې ډلې چې امریکا یې په ملاتړ تورنه ده، د دې برید پړه منلې.
داعش ډلې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دواړه بریدونه یې د دوو موټر بمونو په مټ د شپږمې حوزې اړوند د شیعه ګانو پر یوه مرکز کړي .

داعش ډلې د کابل د پروني برید پړه ومنله

داعش ویلي، لومړی یې موټر بم د شیعه ګانو پر تجمع ځای او دوهم یې هغه مهال کړی، کله چې خبریالان او امنیتي کسان سیمې ته ورسیدل.
داعش ډلې د خپل برید ګر نوم صابر الخراساني ښوودلی او په وینا یې چې په دواړو بریدونو کې یې ۱۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.
دا لومړی ځل نه دی چې داعشیان د کابل په لویدیځ کې پر میشتو شیعه ګانو، تر دې وړاندې هم دې ډلې په ځلونو دا ډول بریدونه مرګوني بریدونه کړي او سلګونو بیګناه شیعه افغانانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close