طالبانو د کابل- کندهار او کابل لوګر سربيره د ځينو ولايتونو لويو لارو پر سر پلټنې پيل کړي ي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۲۸)

په افغانستان کې د ولسي جرګې د انتخاباتو په لومړۍ ورځ طالبانو د ځينو لويو لارو د دولتي منسوبينو پر مخ تړلي او د انتخاباتي کارمندانو او په ټاکنو کې د برخه اخيستونکو کسانو پلټنې يې پيل کړي دي.

نن د تلې مياشتې اته ويشتمه په افغانستان کې د پارلمان او ولسواليو شوراګانو لپاره ټاکنې ترسره کېږي.

تيره ورځ يو ځل بيا طالبانو د افغانستان ټاکنې جعلي پروسه وبلله او د نظامي کمېسيون له خوا خلکو ته خبرداری ورکړل شو چې په دغه ټاکنو کې ګډون ونه کړي.

تازه د زابل څخه راپورونه وايي، چې د شاجوی مربوط سيمه کې طالبانو د کابل- کندهار لويه لاره د ترافيکو پر مخ تړلې او د دغه ولايت په ډيرو سيمو کې خلک د انتخاباتو مرکزونو ته نه دي ورغلي.

دغه راز طالبانو د ټاکنو د مخنيوي لپاره د کابل- لوګر پر لويه لاره هم پلټنې پيل کړي او ځايي اوسېدونکي وايي که څه هم په دغه ولايت کې په شمار انتخاباتي مرکزونه دي خو بيا هم خلک د امنيتي ګواښونو له کبله زړه نه ښه کوي چې دغه مرکزونو ته ورشي او رايې وکاروي.

دا په داسې حال کې ده، چې تيره ورځ طالبانو په شمالي ولايت کندوز کې د کندوز- تخار او کندوز- بغلان لويې لارې وتړلې چې لا هم په دغه لارو کې طالبان ګزمې کوي او له پرون راهيسې په ځينو سیمو کې نښتې شوي خو يادې لارې لا هم د ترافیکو پر مخ تړلي دي.

طالبانو پرون پر کندوز ښار له دوو خواوو بريدونه کړي و چې د ځايي امنيتي سرچينو په وينا دا مهال هم په څو ځايونو کې له طالبانو سره جګړه روانه ده.

د کندوز ښار اوسېدونکي وايي، چې د طالبانو دولتي ځواکونو د ډزو اوازونه په ښار کې اورېدل کېږي.

طالبانو تيره شپه او نن سهار د هېواد په بيلابيلو سيمو کې په انتخاباتي مرکزونو بريدونه کړي چې لسګونه مرکزونه تړل شوي او په ډيرو سيمو کې انتخاباتي کارمندانو د طالبانو د بريدونو له ويرې لسګونه انتخاباتي سايټونه پريښي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close