طالبانو د کرهنې، مالدارۍ، عشر او زکات” په نوم مستقل کمېسيون تاسیس کړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۱)

طالبان وایی، د هیواد په ټولو برخو کې یې د کرهنې او مالدارۍ لپاره نوی کمیسیون تاسیس کړی دی چې تر دې وروسته به له هیوادوالو سره په دغه برخه کې هم همکاري کوي .
طالبانو په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي “سره له دې، چې اسلامي امارت په حکومتي سويه په جګړه ييزو ستونزو کې ښکېل دی، خو د “خير الناس من ينفع الناس” اسلامي لارښونې پر بنسټ د هېوادوالو سوکالي، خوشحالي او پرمختګ هم نه شي هېرولی“

طالبانو وایي؛ چې ټول خدماتي موسسات او ادارې دې په زراعتي برخه کې خپل خدمات د دوی تر واک لاندې سيمو کې له ياد کمېسيون سره په همکارۍ اولس ته وړاندې کړي.

طالبانو د دې کمیسیون جوړول د ولس د همکارۍ په خاطر بللي ترڅو د مؤسساتو په کارونو او د کرهنې او نورو برخو کې لا شفافیت راشي.

باید وویل شي چې تر دې وړاندې هم په زیاتره ولایاتو کې طالبانو له کروندګرو څخه عشر زکات راټولولو او بیا یې یتیمانو، بې اسرې کورنیو او اړمنو خلکو ته ور ویشلو.

د یادونې وړ ده چې طالبان د بیا رغونې، ښوونې او روزنې، لوړو زدکړو، سمع شکایات، د بنسټیزو پروژو د څار او ګڼو نورو برخو کې په پراخه کچه کمیسیونونه لري، چې د نظامي ډګر سربیره یې د خلکو ټولنیزو ستونزو ته هم توجه کړې.

طالبانو د خپل نوي کمیسیون د اړیکو شمیرې او آدرسونه هم رسنیز کړي چې په لاندې ډول دي.

 

 

اړيکشمېره: ۰۰۹۳۷۰۶۴۸۳۴۰۵
وټس اپ شمېره: ۰۰۹۳۷۰۶۴۸۳۴۰۵
ایمیل: iea.agriculture.commission@gmail.com

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close