طالبانو د کندز هوايي ډګر تر سختو بریدونو لاندې نیولی دی

کابل ټکی کام ۰۷میزان/۱۳۹۴

احمدالله مهاجر
تېر ماښام ځايي طالبانو ادعا وکړه چې ۸ ټانګونه او زیات شمېر اسلحې یې لاس ته ورغلي دي او همدارنګه هغه مهمه پوسته چې د کندز هوايي ډګر په سر پرته ده او همدا ښار ترې کنټرولېدلای شي هم نیولې ده.
د رویترز خبري اژانس ته یوه چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي دي چې طالب وسلوال په ډله ییزه توګه د کندز هوايي ډګر ته په رسېدو کې دي.
ځايي خلک وايي چې طالبانو نن سه شنبه ناوخته د کندز ولایت په هوايي ډګر تر سختو بریدونو لاندې نیولی دی، او هڅه کوي چې تر خپلې ولکې لاندې یې راولي.
عیني شاهدان وايي چې طالبانو هوايي ډګر د څو ساعتونو راهيسې په مسلسله توګه تر راکټي بریدونو لاندې نیولی دی او افغان چارواکي یې محاصره کړي دي چې شېبه په شېبه پرې د محاصرې کړۍ تنګیږي.
د دولتي چارواکو په وینا چې کندوز ته نن سه شنبه تازه دمه قوه لېږدول شوې ده او دوی کوشش کوي چې دغه ولایت بېرته له طالبانو څخه ونیسي.
خو ذبیح الله مجاهد د چارواکو دغه ادعاوې بې بنسټه او په کلکه یې ردوي.
د جګړې د تلفاتو په اړه لا تر دا مهاله پوره مالومات نشته.
نور جزئیات وروسته…

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close