طالبانو د کندز ولایت د نیولو مستنده ویډیو نشر کړه

طالبانو د افغانستان په شمال کې د کندز ولایت مرکز، چې تېره ورځ يي د دوی په لاس سقوط وکړ یوه مستنده ويډیو خپره کړه.
په کندز ولایت باندې طالبانو تېره ورځ پراخ بریدونه پیل کړل چې، په پایله کې یې د ولایت مرکز په بشپړه توګه تر خپل کنټرول کې راووست.

مرکزي روغتون، زندان او نور زیات شمېر دولتي تأسیساتو ته ورننوتل، په لویه پیمانه وسایل وسيلې يي هم ونيولې.
ويډیو کې ښکاري چې طالبان له څلورو خواو په ښار ورننوځي په مهمو نقطو باندې خپل سپین بیرغونه دروي، دغه راز په ويډیو کې د زندان د ماتېدلو صحني عکاسي شوي دي، د عسکرو د تېښتې او د خلکو نارې او ډېرې په زړه پورې صحني پکې ځای شوي دي.
فلم کې ښکارې چې د ښار له نیولو وروسته خلک په عادي ډول بیرته بازارونو ته راوځي او د عامو خلکو له لوري د طالبانو دروند استقبال کيږي او عام ولس له دوی سره د تکبیرونو نعرې وهي.

د کندز د خلکو له طالبانو سره مینه ده
د کندز د خلکو له طالبانو سره مینه ده

او همدا شان ډير غټ او واړه وسابل ټانګونه، رینجر، او نور مختلف نقلیه وسایط د طالبانو لاسته ورغلي دي چې لوی لوی جرمني ټانګونه هم په دغه ويډيو کې تر سترګو کیږي.
———————————————————————————————————————-

د کتلو لینکHD
https://archive.org/details/KonduzCityNews

د ډاونلوډ لینکHD

موبایل دکتلو لینکMP4
Konduz City News Mp 4~ 1 : Free Download & Streaming : Internet Archive

ډاونلوډ لینک

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close