طالبانو د کندهار د نفوذي بریدګر ويډيو نشر کړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۲۸)

طالبانو نن د هغه نفوذي بريد کوونکي ويډيو په خپل رسمي سايټ (شهامت) کې نشر شوې ده.

په دغه ويډيو کې د برید کوونکي حافظ ذبیح الله (ابودجانه) هغه پيغامونه او صحنې ليدل کېږي چې د طالبانو په پوځي مرکز کې ترې ثبت شوي دي.

دغه ويډيو اووه دقيقې کلپ دی چې د د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمېسیون د سمعي اوبصري څانګي اړوند الهجره جهادي سټوډيو له خوا ترتيب او نشر شوی دی.

ابودجانه په نوم یاد بریدګر په ويډيو کې وايي، چې ما له الله تعالی سره وعده کړې چې زه به (سرتيری برید کوم).

وړمه ورځ د کندهار ولايت په مقام کې يوه برید کوونکي د دغه ولايت په لوړ پوړو چارواکو او د ناټو د عمومي قوماندان تر منځ په روانه غونډه وسله وال بريد وکړ چې په ترڅ کې يې د کندهار امنيه قومندان جنرال رازق، د استخباراتو رئیس حسين خيل او یو شمير نور لوړپوړي چارواکي ووژل شول.

دغه راز په لومړيو کې د کندهار د والي زلمي ويسا د وژل کېدو راپورونه ورکول شوي و خو تيره ورځ نوموړي په يوه ويډيو پیغام کې وويل چې دی ټپي دی او وضعيت يې په ښه کېدو دی.

همدارنګه په دغه برید کې د ناټو د عمومي قوماندان جنرال مېلر او دو امريکايي پوځيانو د ټپي کېدو راپورونه هم ورکول شوي دي خو تر اوسه د ناټو قومندانۍ د مېلر ټپي کېدل نه دي تاييد کړي.

طالبانو له دغه برید څو شيبې وروسته وويل، چې برید کوونکی د دوی نفوذي کس دی او هدف يې د کندهار امنيه قومندان او جنرال مېلر و.

د کندهار امنيتي مسوولين وايي، برید کوونکی شاوخوا درې نيمې مياشتې مخکې د والي د ساتونکو په ټولي کې دنده پيل کړې وه.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close