طالبانو د کندوز پېښې له قربانيانو سره ۱۴ لکه افغانۍ مرسته وکړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۲۸) شاوخوا يوه نيمه اوونۍ مخکې افغان ځواکونو د بهرنيانو د هوايي ځواک په ملتيا د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د دستاربندۍ پر يوې غونډې بريد وکړ چې په ترڅ کې يې له ۱۵۰ زيات ملکيان ووژل شول او په همدومره شمېره کې نور ټپيان شول.

که څه هم د يو شمير نړيوالو بشري ټولنو او په هېواد کې د سياسيونو او علماوو له خوا د دغې بريد غندنه وشوه او ارګ يې د بې پرې پلټنو اعلان کړی و خو تر دې دمه يې له رسنيو سره هيڅ معلومات نه دي شريک کړي.

ځايي اوسېدونکي وايي، هيڅ نړيوالې او يا هم په هېواد کې دننه بشري ټولنې يې مرستې ته نه دي ورغلي په خبره يې چې يواځې د طالبانو له لوري ورسره مرستې شوي دي.

دستار بندۍ ته په راغونډ شويو خلکو هوايي بريد طالبانو هم غندلی و او دا يې یو ستر بشري جنایت بللی و.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد د پېښې له قربانيانو سره د طالبانو له لوري مرستې تاييد کړي په خبره يې چې (د کندز ولایت د خونړۍ پيښې له قربانیانو سره د اسلامي امارت د مجاهدینو لخوا (یو میلیون او څلور سوه زره) افغانۍ مرسته وشوه).

ښاغلی مجاهد زياتوي، دغه مرستې په سیمه کې د دوی د مسئولینو لخوا د شهیدانو او د ټپيانو کورنیو ته ورکول شوي دي.

ډیر کله وسله والو طالبان په هېواد کې په جګړو، هوايي بريدونو او عملياتو کې د وژل شويو کسانو کورنيو سره د خوراکي توکو سربيره نغدي مرستې هم کوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close