طالبانو د «ګلستان فتحه» په نامه ویډيو نشر کړه

کابل ټکی کام ۲۴مرغومې/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
څه موده وړاندې د فراه ولایت ګلستان ولسوالۍ له یوې اوږد مهالې جګړې وروسته د طالبانو په لاس سقوط وکړ.
دا دی نن طالبانو یې د جګړې او د سقوط مستنده ویډیو نشر ته وسپارله.
دغه فلم چې ټولټال ۳۰دقیقې ده، یوه لنډه مقدمه لري، پکې د قرارګاوو او امنیتي پوستو د سقوط صحنې ښودل شوي دي.
که څه هم امنیتي چارواکو د ګلستان د ولسوالۍ سقوط د طالبانو په لاس رد کړل، آن تر دې چې د فراه ولایت والي دا هم وویل چې په یاده ولسوالۍ کې طالبانو ته خاورې هم لاسته نه دي ورغلي، خو
چې د امنیتي چارواکو یاده ادعاء پکې له ورایه بې بنسټه ښکاري.
د دغې ویډیو په یوه بله برخه کې د الامارة سټوډیو د همکار له لورې له ولسي خلکو سره مرکې شوي دي چې د ملي اردو او پولیسو له لورې یې کورونه د پوستو د استعمال لپاره په زور نیول شوي وو.
د طالبانو ویاند مونږ ته د یادې ویډیو لينکونه را لېږلي چې هم یې کتلی او یې خپلو کمپیوټرونو ته ښکته کولی شئ!
لوړ کیفیت /Full HD
https://archive.org/details/GulistanFullHD

Download Link

موبایل کیفت/MP4
https://archive.org/details/GulistanMobile

Download Link

موبایل متوسط کیفیت (3GP)د ښکته کولو لینک
https://archive.org/download/DaGulistanFathha3GP.3gp/Da%20Gulistan%20Fathha-3GP.3gp

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close