طالبانو د ګل اغا شيرزي ادعا رد کړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۳۱) تېره ورځ د افغانستان د قومونو، قبايلو او سرحدونو چارو وزير ګل اغا شېرزي په کندهار کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال وويل، د سولې خبرو لپاره له طالبانو سره اړيکې لري او له هغوی سره د تماسونو لپاره يې يوه جرګه جوړه کړې ده.

شيرزي، په هېواد کې وروستی اوربند هم د يادو اړيکو لاسته راوړنه وبلله او زياته يې کړه “له تېرو درېيو مياشتو راهيسې يې د کوټې شورا او پېښور د خلکو سره اړيکې نيولي، خبرې يې کړي او د هغوی له لوري هم مثبت ځوابونه ورکول شوي دي”.

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د شيرزي خبرو ته غبرګون ښودلی او کابل ټکی کام ته يې په رالېږلو څرګندونو کې د نوموړي ادعا رد کړې زياتوي چې: “موږ دا ادعا په کلکه ردوو، د مزدور دښمن بیلابیل چارواکي د هغې وارخطايي له امله چې په سنګرونو کې د الخندق عملیاتو په لړ کې د درنو تلفاتو له امله  ورته پيښه ده او داختر له درې ورځني اوربند وروسته یې د وسلوالو تسلیمي زیاته شوې نو یې پروپاګند ته لاس اچولی چې غواړي په دې توګه خپلو عسکرو ته لنډ مهاله روحیه ورکړي او عامه اذهان هم تیر باسي”.

ښاغلی مجاهد وايي، د خبرو او مذاکراتو په اړه د طالبانو دريځ روښانه او کله چې هم د مذاکراتو خبره کېږي دوی يې د رسنيو له لارې شريکوي :”د خبرو او مذاکراتو په اړه د اسلامي امارت دريځ خورا ښکاره دی او وخت په وخت د رسنیو له لارې له هیوادوالو او نړیوالو سره شریک شوی”.

طالب وياند ويلي، د امریکا او حکومت سره يې د خبرو په اړه دريځ پخوانی دی زياتوي چې: “په دې اړه د اسلامي امارت په موقف کې کوم تغیر نه دی راغلی اونه هم غواړي په بې اغیزو خبرو وخت ضایع کړي”.

وخت ناوخت افغان او امريکايي چارواکي تور پورې کوي چې طالبان په کوټه او پېښور کې د رهبرۍ په کچه شوراګانې لري او د هغوی له لوري مهمې پريکړې کېږي خو طالبانو د چارواکو دغه ادعاګانې رد کړي وايي د هېواد په تقريباً نيمه خاوره د دوی واکمني ده، ټول مشران او د ادارو مسئولين په هېواد کې دي او هره پريکړه هم د دوی له خوا کېږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close