طالبانو د ۲۰۱۶ م کال د حکومتي ځواکونو د تلفاتو ارقام خپاره کړل

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۱) زرغون خوږیاڼی

وسله والو طالبانو د ۲۰۱۶م کال  په جګړو کې د حکومتي ځواکونو عسکرو، پوځي وسائطو، الوتکو او بهرني وژل شویو  پوځيانو دقیقې شمیرې خپرې کړي دي.

وسله والو طالبانو ویلي، چې ددوی ځواکونه د دوه زره شپاړسم زیږدیز کال په اوږدو کې د بهرنیو پوځیانو او حکومتي عسکرو پر وړاندې ښه په میړانه جنګیدلي او ډیرې سیمې  او ولسوالۍ یې ورڅخه نیولې دي او آن یو شمیر ولایتونه یې تر خپلې  محاصرې لاندې راوستي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپور شوي خبر کې ویلي، چې په تیر زیږدیز کال کې یې د حکومت او بهرنیو پوځونو پر وړاندې ټول ټال   (۹۱۵۳) لوی او واړه بریدونه ترسره کړي دي.

دوی وايي، چې په دغو بریدونو کې ۳۲ سرتیري بریدونه شوي.

طالب ویاند لیکلي، چې په دغو بریدونو کې (۲۶۶) بهرني پوځیان وژل شوي او (۱۳۵) نور ټپیان شوي دي.

مجاهد وايي، چې تیر کلنۍ  جګړو کې بیا د حکومتي عسکرو، ملي امینت او پولیسو تلفات تر هر چا ډير دي او دا ځکه چې دوی د بهرنیو پوځيانو ترمخ د سپر په توګه استعمالیدل او (طالبانو) ته په هر ډګر کې دوی رامخکې کیدل چې د تیر کال په جریان کې  (۱۷۵۳۹) عسکر، پولیس، استخباراتي کارکونکي او اربکیان وژل شوي، (۱۱۲۷۲) نور ټپيان شوي دي.

ویاند لیکلي چې د جګړو په جریان کې د اردو او پولیسو (۳۴۲۷) شوبلې، رینجرې او نور پوځي وساېط ویجاړ شوي دي، همدارنګه د تیر کال په جګړو کې یې  ۲۸ چورلکې او نورې جنګي الوتکې رانسکورې کړي دي، چې (۱۴) يې چورلکې، (۱۰) يې بې پیلوټه الوتکې، (۲) اف ۱۶ الوتکې او (۲) نورې غټې بار بري نظامي الوتکي په کې شاملې دي.

د طالبانو ویاند ویلي، چې د دولتي عسکرو په پرتله د طالبانو د تلفاتو شمیره شپږ سلنه کنه وه، ددوی په وینا د هرو سلو تنو وژل شویو عسکرو په مقابل کې شپږ تنه طالبان وژل شوي دي.

«مجاهدینو ځکه کم تلفات درلودل چې دښمن دتیښتې او مجاهدین یې د تعقیب په حالت کي وو، له روحي پلوه دښمن ځپل شوی وو، د جګړې په میدان کې يې وارخطايي ډيره وه، دخلکو همکاري ورسره نه وه، بلخوا مجاهدين د جهاد په عالي روحيه جنګیدل، په کمو کسانو يې ډير لوی قوت ته ماتې ورکوله، په فدايي او نفوذي بریدونو سره يې دښمن ته سخته صدمه رسوله، د ایماني قوت څخه برخمنو مجاهدينو سره د الله تعالی نصرت ملګری وو.»

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close