طالبانو روزګان کې ۹ افغان پولیس وژلي، او پوسته یې ترې نیولې

کابل ټکی کام ۰۶سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د طالبانو له لورې په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې بېګاه شپه ۱۲بجې د روزګان ولایت د چنارتو ولسوالۍ اړوند د شپلوغ سیمه کې د توري ګاري په پوسته باندې د دوی د جنګیالیو له لورې وسلوال برید ترسره شو.
خبر پاڼه لیکي چې د برید په پایله کې یې ياده پوسته نیولې او پکې مېشت ۹تنه افغان پولیس یې وژلي.
خبر پاڼه زیاتوي چې له افغان پولیسو څخه پاتې ۹کلاشنکوفونه، ۲ثقیلان، ۳راکټ لانچر، ۲مخابرې او نور ګڼ شمېر نظامي مهمات یې نیولي دي.
طالبان وايي چې په یاد برید کې د دوی جنګیالیو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close