طالبانو سره د سره صليب خبرې د حکومت بله ناکامي

تر ٢٠٠٦ز کال وروسته چې په افغانستان کې د ميلياردونو ډالرو په لګښتونو او بېلابيلو جنګي وسايلو يې جګړه له افغانانو ونه ګټله، يواځې د نظاميانو او دولتي چارواکو سره نه، بلکې له سياستوالو سره يې هم انديښنې پيدا شوې، چې د روسي يرغلګرو له برخليک سره به مخ شي .

سرلیکنه

امريکا چې په افغانستان کې يې له ٢٠٠١ز کال راهيسې د افغان ولس د ټولو ديني، مذهبې، ملي او کلتوري ارزښتونو پر خلاف جګړه پېل کړې ده، د يرغل له پیله تر شپږو کالو پورې يې په خپله سرتمبګۍ جګړه پرمخ بيوله او ټولو نظاميانو به نظر ورکاوه چې په افغانستان کې روانه جګړه بايد له پوځي لارې وګټل شي، خو تر ٢٠٠٦ز کال وروسته چې په افغانستان کې د ميلياردونو ډالرو په لګښتونو او بېلابيلو جنګي وسايلو يې جګړه له افغانانو ونه ګټله، يواځې د نظاميانو او دولتي چارواکو سره نه، بلکې له سياستوالو سره يې هم انديښنې پيدا شوې، چې د روسي يرغلګرو له برخليک سره به مخ شي .

په همدې غرض امريکا د بيلابيلو ادارو لخوا د امريکايي ولس په منځ کې نظر پوښتنه وشوه، چې له ٢٠٠٦ څخه  تر ٢٠١١ز کال پورې شوو سروې ګانو وښودله چې امريکا په افغانستان کې د هر قوت په کارولو سره جګړه نشي ګټلاى؛ ځکه خو اوباما په ٢٠١٤م کال کې له افغانستانه د خپلو پوځونو د وتلو مهالويش او په افغانستان کې يې ٢٠١٤ کال د پوځي ماموريت د پای کال اعلان کړ.

اوس چې د نورو ادارو په ملتيا يوې څيړنيزې ادارې په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه سروې وکړه، ٣٥ سلنه امريکايانو ورته ويلي چې امريکا په افغانستان کې د جګړې ګټونکې ده، پاتې ټولو امريکايانو په افغانستان کې د ژر تر ژره د جګړې د پای ته رسيدا غوښتنه کړې او ويلي يې دي، که په افغانستان کې د امريکا جګړه دوامداره پاتې شي، د امريکا اقتصاد او باور به له وزال سره مخ شي، اوس هم په افغانستان کې د جګړې له امله د زوال په لور روانه ده. زيات شمير امريکايي نظر پوهانو ويلي: امريکا په افغانستان کې د جګړې کاميابي لاس ته نشي راوړلاى.

په افغانستان کې د امريکا لخوا د پیل شوې جګړې په اړه، چې اوس کومه تازه سروې شوې، ښيي چې څرنګه امريکايي پوځيان له افغانستانه وایستل شي؟ تر اويا سلنې زياتو خلکو پکې ويلي چې امريکا په افغانستان کې په هيڅ صورت جګړه نشي کټلاى.

همدا او نور لاملونه وو چې د امريکايي او افغان چارواکو پر ځای د سره صيلب نړيوالې ادارې له طالب مشرانو سره د خپل امنيت په اړه خبرې وکړې، چې په دې سره په افغانستان کې د امريکا ناکامي ټولې نړۍ ته ثابته شوه.

په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې ویاندې اندریا کتپرتا منلې ده چې نور بايد په افغانستان کې د افغان حکومت پر ځای له طالب مشرانو سره خبرې وکړل شي؛ ځکه چې افغان حکومت په مرکز کابل او د ولاياتو په ښارونو کنترول نه لري، د لرو پرتو سيمو کنترول به څرنګه وساتي؟

په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې ویاندې اندریا کتپرتا ويلي چې د دوی استازو په قطر کې د طالبانو له سیاسي دفتر سره خبرې کړې او امنیتي تفاهم ته رسېدلي دي، که د افغان حکومت په ځای له طالب مشرانو سره په افغانستان کې د سره صليب فعاليتونه د امن په فضا کې دوام ولري؛ نو په لرو پرتو سيمو کې به اړمنو ته ټولې اړينې مرستې ورسيږي، چې دا عمل به د افغان حکومت باور نور هم له منځه يوسي او د سره صليب په څير به نورې مرستندويه ادارې هم له طالب مشرانو سره د خبرو کولو لار غوره کړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close