طالبانو سره د غني درې مياشتينی اوربند له نن ورځې پيلېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۲۹)

د ملي يووالي حکومت مشر اشرف غني تېره ورځ طالبانو سره د درې مياشتيني اوربند اعلان وکړ چې په وينا یې له عرفې (نن) ورځې به پيل چې ټولې درې مياشتې کېږي او د نومبر مياشتې تر يويشتمې نيټې به دوام پيدا کړي چې د ميلادالنبي ص د ورځې سره برابره ده.

غني وويل، دا اوربند به په مشروط ډول وي په دې معنا چې د طالبانو له خوا هم ومنل شي نو دوی به ورته ژمن پاتې شي.

نوموړي دغه څرګندونې پرون د هېواد د خپلواکۍ د ۹۹ نويمې کليزې د مراسمو په غونډه کې وکړې او زياته يې کړه د طالبانو پر مشرتابه غږ کوو چې د سولې لپاره خپلې هلې ځلې ونه سپموي او د سولې د مذاکراتو لپاره چمتووالی ښکاره کړي.

همدارنګه يادې غونډې ته د ګډ حکومت اجرائيه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وويل، چې حکومت يواځې په هغه صورت کې دغه اوربند ته ژمن پاتې کېدلای شي چې مقابل لوری هم دغه اوربند مراعت کړي، د عبدالله په خبره، که مراعات يې نه کړي متاسفانه اوربند خپله معنی له لاسه ورکوي.

تېر اختر کې حکومت لومړی اووه ورځې خو وروسته يې درې ورځې نور اوربند هم وغځاوهؤ خو طالبانو لکه د پخوا پڅېر درې ورځې د اوربند اعلان کړی و، خو توپير يې دلته و چې نور کلونه به يې د اوربند په اړه رسمي اعلان نه کاوه او تير اختر يې رسماً د اختر لومړۍ درې ورځې اوربند وکړ.

تر اوسه طالبانو د ګډ حکومت د پريکړې او په لوی اختر کې د اوربند په اړه څه نه دي ويلي خو د ځينو طالب سرچينو په وينا طالبان هم په اختر کې اوربند کوي خو دا معلومه نه ده چې دا اوربند به څو ورځې وي او لکه د تير اختر په څېر به رسمي اعلان شي او که نه.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close