’طالبانو سره د ټرمپ د مصالحې ملاتړ باید وشي‘

واحد فقیري

ورځني سیاسي نوټونه (۱۹۶)

د طالبانو سره د ټرمپ د مصالحې ملاتړ باید وسي

ډګلاس لوټ، د افغانستان لپاره د اوباما ټاپ مشاور، او ډېنس مک ډانهو، د اوباما د دفتر ریس، د سپټمبر پر ۷ په نیویارک ټایمز کي لیکي د طالبانو سره د امریکا مخامخ خبري د افغانستان د کشالې د حلولو لپاره بهترینه لاره ده. که څه هم پخوا امریکايي چارواکو د همدې هدف د تر لاسه کولو په منظور کوښښونه کړي ول، خو دا کرت ښايي وخت تر پخوا مناسب وي.

هغوی لیکي د جولای په میاشت کي د متحده ایالاتو د خارجه وزارت مامورینو او طالبانو مستقیمي خبري وکړې. پدې هفته کي زلمی خلیلزاد د سولي لپاره خاص استازی وټاکل سو. موږ دواړه د دې انکشافاتو هر کلی کوو. کله چي موږ د اوباما په حکومت کي ټاپ مقامونه اشغال کړي ول، موږ ډیره هڅه کړه چي د امریکا، افغان حکومت، او طالبانو تر مینځ د مخامخ مذاکراتو لپاره زمینه برابره کړو، خو کامیابه نه سولو. زموږ باور دا دئ چي د افغانستان د ۱۷ کلن جنګ د ختمولو لپاره دپلوماتیک حل یوازنۍ لاره ده. موږ عقیده لرو چي پدې برخه کي د ټرمپ د ادارې اوسني کوښښونه یو مهم انکشاف دئ چي متاسفانه موږ پکښې کامیابه نه سولو.

ټول سیاسي او نظامي تحلیلګران پدې قانع دي چي د افغانستان لانجه نظامي حل نه لري. د جنګ د ختمولو لپاره د ټرمپ د ادارې رواني هڅي به طالبانو ته دا ور وفهموي چي متحده ایالات باور لري چي د افغانستان د ثبات لپاره مذاکرات ضروري او حتمي دي.

خو د افغان چارواکو په شمول ځیني نقادان باور لري چي د طالبانو سره د امریکا مخامخ خبري به طالبانو ته مشروعیت ورکړي، او په عین زمان کي به د افغان د منتخب حکومت بېخ وباسي. خو بر عکس، موږ ګومان کوو چي د طالبانو سره مستقیمي خبري به دا معلومه کړي چي ایا طالبان په رشتیا غواړي چي د افغانستان په آینده مدني سیاست کي نقش ولري او کنه ، او که صرف غواړي خپل بغاوت ته ادامه ورکړي، او د پاکستان له استخباراتو سره خپل روابط وساتي. د مذاکراتو له طریقه د طالبانو د اصلي نیت رابرسېره کول به ښايي د بین الافغاني ډایالوګ لپاره هم زمینه برابره کړي.

ځیني نقادان دا هم وايي چي ایا طالبان به وکړای سي چي د خپل متنوع او پراخ غورځنګ ټولي خواوو یوې موافقې ته پابند وساتي؟ ایا د قطر دفتر د ټولو طالبانو استازیتوب کوي؟ زموږ تجربه دا راته وايي چي د قطر دفتر د اکثرو طالب مشرانو نماینده ګي کوي، او کولای سي چي موافقې عملي کاندي.

په همدې لړ کي، دا باید له پامه و نه باسو چي په ۲۰۱۴ کي د یوه امریکايي اسیر عسکر په مقابل کي،‌ موږ پنځه طالب بندیان خوشي کړل. د موافقې سره سم، هغوی بیا د جنګ میدانونو ته ستانه نه سول، بلکي په قطر کي پاته سول. البته په مجموع کي دا پر دې باندي دلالت نه کوي چي پر طالبانو باندي باید مدام باور وسي، بلکي دا خبره دا ښيي چي د قطر دفتر موثر دئ، او موافقې عملي کولای سي.

ځیني نور نقادان وايي چي طالبان به تر هغه وخته پوري د امریکا سره جدي خبرو ته غاړه کښې نه ږدي، تر څو هغوی په نظامي ډګر کي مات سوي نه وي. حقیقت دا دئ چي طالبان اصلا نظامي شکست ته نژدې سوي هم نه دي. بر عکس هغوی پر کابل او نورو مهمو ښارونو باندي حملې کوي. خو طالبان داخلي چیلنجونه سره مخامخ دي. هغوی باید خپلو خلګو ته دا وښيي چي هغوی پرته له جنګه افغانستان ته څه نور شیان هم ورکولای سي. دا خبره ځکه حقیقت ته نژدې ده چي د طالبانو مشران په پاکستان کي آرام ناست دي، او د جنګ له ستونزو څخه په امان دي، او د پاکستان د استخباراتو غوښتنو ته باید جواب ووايي.

بله موضوع دا ده چي په افغانستان کي د داعش حضور هم د کابل حکومت او هم طالبان تهدیدوي، او دواړه ئې مشترک دوښمن تلقي کوي. ځیني ناراضه طالبان د داعش سره یو ځای سوي دي. د طالبانو مشران ښه پوهېږي چي په افغانستان کي د بې ثباتۍ توسعه به لا خطرناکه واقع سي، او همدې مسلې هغوی دېته هڅولي دي چي مذاکراتو ته مخه کړي.

د طالبانو سره د امریکا مخامخ خبري به د سولي پوټانشل وازمويي، او په عین زمان کي به سولي ته د اشرف غني د تعهد ملاتړ هم وکړي. د طالبانو سره د متحده ایالاتو مستقیم مذاکرات به د افغان اقلیتونه ته دا ډاډ ورکړي چي د هغوی ګټي به خوندي وي، ځکه طالبان اکثره پښتانه دي.

البته د امریکایانو او طالبانو تر مینځ خبري د ټولو ستونزو مشکل کشا نه دي. دا مذاکرات به مازي دونه وکړي چي د بین الافغاني خبرو لپاره لاره هواره کړي. حتی په یوازي سر به بین الافغاني مذاکرات هم ثبات تثبیت نه کړي، بلکي په آخر به د پاکستان، ایران، روسیې، چین، هند، عربي ملکونو همکارۍ ته هم ضرورت وي. لنډه دا چي دا سیاسي پروسه به نه ساده وي او نه به هم چټکه. خو د امریکا او طالبانو تر مینځ مستقیمي خبري د آغاز نقطه ده.

د ۲۰۰۱ راهیسي، امریکا په افغانستان کي د نړیوالو کوښښونو مخکښه ده. موږ القاعده تباه کړې ده،‌ او القاعده وه چي پر امریکا ئې تروریسټي حمله وکړه. پدې ۱۷ کالو کي موږ هڅه کړې ده چي افغانستان یو ځل بیا د تروریسټانو ځاله نه سي. الان موږ دې نتیجې ته رسېدلي یو چي د سیاسي روغي جوړي لپاره مناسب وخت رارسېدلی دئ، او د افغان د کشالې د ختمېدو موقع رانژدې سوې ده.

واقعیت دا دئ چي اوس هم لکه ۲۰۰۱ د متحده ایالاتو مشرتابه ته اړتیا سته. موږ باید د طالبانو سره مخامخ خبري وکړو، څو په افغانستان کي یو داسي سیاسي مصالحې ته لاره خلاصه وکړو چي زموږ منافع په کښې خوندي سي.

A Cheer for Trump’s Outreach to the Taliban

ـــــــــــــ

واحد فقیري په کال ۱۹۶۲ کي په کندهار کي زېږېدلی دی. په کال ۱۹۸۰ کې د کندهار د احمد شاه بابا له لېسې څخه فارغ شوی دی. عالي تحصیلات یې په متحده ایالاتو کي کړي دي، او د امریکن پوهنتون او جورج مېسن پوهنتون څخه په سیاسي علومو کي درې ډیګرۍ لري. څو کاله یې د امریکا ږغ سره د خبریال په توګه کار کړی دی. څو کاله یې د پښتو د ژبي په برخه کي استادي کړې ده. درې کتابونه یې په پښتو ترجمه کړي دي. اوس د څو راډیوګانو او تیلویزیونو سره د سیاسي مبصر په توګه همکاري کوي. او وخت نا وخت یې سیاسي تبصرې د افغانانو په مختلفو ویب سایټونو کي خپرېږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close