طالبانو سره روغه نه بلکې د هغوی جرړې به اوباسم

لیکنه : ډاکتر آصف

په افغانستان کې ډیر مشران تیر شوي دي، او نور به هم راشي او تېر به شي خو د هر یوه خاطرې ملت ته پاته کیږي او د تاریخ په پاڼو کې ثبت کېږي چې د راتلونکو نسلونو لپاره د لارې مشال وي او د ملت بچیان یې بیا په خپلو ښوونځیو کې لولي او پر قهرمانیو او ښو کارونو او اقداماتو یې فخر کوي او د ځانونو لپاره یې قدوه او الګو جوړوي، خو په بدو او شرموونکو حالاتو، بیانونو، او اقداماتو یې د خجالت احساس کوي.

متاسفانه ځینې مشران چې یا خو د خپل ملت او خپل دین او فرهنګ نه ناخبري لري پاتې شوي وي او یا د دغه ملت د دښمنانو په واسطه یې مغزونه وروینځل شوي وي او د اسلام او افغانیت سره یې حساس کړي وي، د دغه ملت د دښمنانو په غیږو کې یې درسونه لوستلي وي او تحصیلات یې ترسره کړي وي شپې او ورځې یې ورسره سبا کړي وي، هغوی بیا د خپل عمر په وروستي پړاو کې نشي کولای چې د خپل ملت له عنعناتو، کلتور، دود، او دین نه ځان په مکمل ډول خبر کړای شي او نه یې نفس دا شی منلی شي چې بالآخره له هغوی سره سم چال چلند وکړای شي.

 هغه بیا که وغواړي او که ونه غواړي له خولې نه یې د همغو ملتونو د عنعنانو، دودونو، فرهنګ او منحرفو دینونو بڅرکي رابرسیره کیږي چې د خپل ټول عمر ټول پړاوونه یې په همغوی په چاپیریال کې تیر کړي وي لکه د بیلګې په توګه چې:

 یوه ورځ اشرف غني د عاشورا د مراسمو پر مهال امام حسین رض د الله تعالی لمسی وباله.

داسې مشران که په روا او یا ناروا ډول د هیواد او ملت واګي په لاس کې ترلاسه کړي هغه به بیا حتماً په اوتو بوتو سر وي، هغه به تل داسې څرګندونې کوی او داسې اعمال به ترسره کوي چې بشریت به ورڅخه شرمیږي، نو هم به ځان شرموي او هم به قام شرموي، هم ملت او بالآخره هم به د اسلام ستر امت شرموي او هم به انسانیت.

د افغانستان اوسنی ولسمشر چې د انتخاباتو تر نامه لاندې په غیر قانونې بڼه دښمنانو پر افغانستان مسلط کړ، ډیرې داسې څرګندونې یې کړي دي چې د افغانستان د خلکو پوهه یې د سوال لاندې راوستې ده ، د هغه ناپوهي د هغه له خبرو څخه له ورایه معلومیږي، هغه چې له خولې څخه د خبرو د ویستلو څخه له دمخه د لاسونو کوم ډول ښوځول کوي او د لاسونو ښووځول هم په داسې یوه شکل سره چې تر اوسه د کوم بل انسان څخه تر اوسه چا نه ده لیدلې د هغه د پوهې د کچې ښه استازیتوب کوي.

هغه د انتخاباتي عملیې د ترسره کیدو نه وروسته کله چې ګټونکی اعلان شود خپلې وینا په ترڅ کې ډېر په هیجاني ډول سره چې د دواړو لاسونو دواړه سبابه ګوتې يې جوړه ښوځولې وویل چې:

  د مخالفینو سره روغی جوړی ته له رسیدو پرته به زما حکومت نیمګړی وي، او زه به د حکومت او مسجد تر منځ فاصله ختموم. په داسې حال کې چې دغه فاصله یې نه یواځې دا چې ختمه نه کړه بلکه واټن یې نور هم ورزیات کړ.

بیا یې یوه ورځ دا وویل چې طالبان غواړي چې زه دوی ته ننواتې ورشم، له دې وروسته یې بیا خپلو خبرو ته د ټاپ ګیر په ورکولو سره په چیغو وویل چې: مور به نه وم راوړی!!! که طالبانو ته ننواتی ورغلم، خو یو څو ورځې وروسته یې بیا وویل چې که د طالبانو ادرس معلوم شي نو خبرو ته ورسره تیار یم.

اوڅو ورځې مخکې یې رسنیو ته وویل چې دی د مخالفینو سره سولې او روغې ته خوشبين دی او ډېر زر به د افغانستان ملت د دې سرتاسري روغې زیری واوري، حال دا چې ملت هیڅ داسې کوم زیری تر اوسه ندی اوریدلی.

خو نن یې بیا د خبرو ګېر بدل و، نن یی وویل چې زه به د طالبانو نه د کابل د وروستني برید غچ اخلم، او طالبانو سره روغه نه بلکې د هغوی جرړې به اوباسم. سره له دې چې د ځان سره ښه پوهېږي چې که بهرني میلمانه یې نه وي نو دی به یوه شپه هم په افغانستان کې تېره نکړای شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close