طالبانو سره سوله که ځان ته د وړو پوزه؟

آصف الله آصفي

افغان ملت له همغې ورځې بدبخته شو چې مشرتابه یې د اسلام او افغانستان له دښمنانو سره د دغه ملت پر خلاف دسیسې ومنلې، ظاهرشاه خان چې د شوروي اتحاد سره یې د پلار او ځوی په څیر اړیکې پاللې او شوروي وخت ناوخت د ابادۍ او هم نغدو پر امتیازاتو نازولو بالآخره یې پرې ومنله چې باید په  افغانستان کې سیاسي ګوندونو ته چې هدف یې د شوري اتحاد تالي څټي ګوند (خلق او پرچم) و د فعالیت اجازه ورکړي.

ظاهرشاه خان چې د شورویانو په امتیازاتو کې د عیش او نوش په ژوند کې تر خولې غرق و، بې له کومه تاخیره یې د شوروي اتحاد هر ډول فرمایش په ډیرې آسانۍ سره پوره کاوه، نه یې نور د خپل ملت او هیواد راتلونکې ته کوم نظر اچاوه او نه یې هم د دغه سرلوړي ملت سرښندنو، دیانت او عنعناتو څه پروا درلوده.

له همغې ورځې نه چې ظاهرشاه خان د خلق او پرچم ګوند ته رسما د فعالیت اجازه ورکړه د افغانستان او د افغان ملت او د اسلام د سپیڅلي دین پر خلاف د تباهۍ او بربادۍ ډبره کیښودل شوه.

که څه هم د ملت د اغفال په موخه ظاهرشاه خان اسلامي نهضت ګوند ته هم د فعالیت اجازه ورکړه او تل بې د نسکورولو او ټکولو لپاره ډول ډول لارې چارې جوړولې.

خو دا چې افغان ملت پر خپل دین باندې له خپل ټول ژوند نه هم تیریدو ته تل تیار دی، له همغې ورځې نه یې د یاد تالي څټي او ورپسې یې د تره زوی داود خان د مظالمو پر خلاف په خپلو شته وسایلو او وسلو داسې مبارزه پیل کړه چې د تورو شنګهار یې نړیوالو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې واورید او د نړۍ زیاترو هیوادونو هم د دغه مظلوم ملت نه د دفاع په موخه مټې بډ وهلې او په هر راز وسلو او سایلو یې ونازل، دا چې ځینو هیوادونو له دغو مرستو غلطه ګټه پورته کړه هغه یې دغه ملت ته د وروستیو حاکمانو د بد نیتۍ ثبوت وړاندې کړ.

دې کې هیڅ شک نشته چې په افغانستان کې 40 کلنه جګړه د حق او باطل پر سر پیل شوي او ځکه نه تم کیږي چې تر څو یا حق او یا باطل دغه جګړه ګټلې نه وي، خو د مسلمانانو په حیث باوري یو چې پایله تل د حق په برخه وي او شرموونکی ماتې تل د باطل په برخه وي.

په تیرو 40 کلونو کې ثابته شوه چې جګړه کوم اړخ وګټله، تش لاسي ملت او که د شوروي اتحاد په زغروالو ټانکونو او بې شمیره ډول ډول الوتکو سمبال لاسپوڅي باطل رژیم؟

د حق او باطل جګړه لا هم دوام لري په دومره توپیره سره چې د غلیم شکل بدل شوي د شوروي اتحاد ځای د امریکا متحده ایالاتو نیولی، خو لکه څنګه چې په افغانستان کې د انګریز او شوروي اتحاد شرمیدلي ماتې په دغه ملت کې د ښکیلاکګرانو لپاره ځلانده بنسټ دی، لرې نده چې دغه مغرور او متکبر ایالات به هم د توبې پوزه په خاورو ککړړه شي.

د سولې په نوم د امریکا وروستۍ عذر او زارۍ د ماتې د پیل یو ښه ثبوت دي، او هغه ورځ نور ډیره نږدې ده چې امریکایان ځانونو ته د طالبانو سره د سولې په نوم یوه غښتلې د وړو پوزه جوړه کړي او خپل لاسپوڅي د  نجیب په څیر په سپین میدان پریږدي، و یومئذ یفرح المؤمنون بنصر الله.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close