طالبانو سره صلیب ته ورکړل شوی امنیتي تعهد لغوه اعلان کړ

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۲۳)

طالبانو د سرې میاشتې له ادارې سره شوی امنیتي تړون چې له مخې یې د دې ادارو کارمندانو د هیواد په هره سیمه کې خپل فعالیتونه په آرامه توګه سر ته رسولای شول، لغوه اعلان کړ.
طالبانو ویلي دا تړون ځکه لغوه کوي چې د دې ادارې کارمندانو لکه څنګه چې خپله دنده د جګړې د متضررينو سره مرسته او د هغوی د بشري حقوقو څخه دفاع بولي بندیانو ته لازمه توجه نه ده کړې او د پلچرخي مظلوم زندانیان چې له تیرو لسو ورځو راهیسې د کوما حد ته رسیدلي، یادې ادارې ورته هیڅ ډول اعتنا نه ده کړې.

اعلامیه زیاتوي

“ د سورصليب د بې پروايي تر ټولو روښانه نمونه په پلچرخي زندان کي د زرګونو بنديانو اعتصاب ته هيڅ ډول عکس العمل نه ښودل دي، د اعتصاب په لسو ورځو کې سلګونه بنديان د کوما حالت ته رسېدلي او ژوند يې له جدي خطر سره مخ شوی؛ مګر سورصليب د بنديانو د ستونزو په اړه هيڅ ډول صحي او حقوقي اقدام نه دی کړی، همدارنګه په پلچرخي زندان کې لسګونه سخت ناروغ بنديان چې د زندان روغتون يې له تداوۍ څخه عاجز دی او يا يې قصداً په تداوۍ کي ناغيړي کوي، له علاج پرته خپل مرګ ته شېبې شماري چې په تېرو څو مياشتو کې څو تنه ناروغ بنديان شهيدان شوي هم دي، مګر سورصليب نه خپله د دغو ناروغانو علاج ته زمينه برابره کړې او نه يې هم د زندان مسئولين ورته متوجه کړي دي. “

طالبانو خبرداری ورکړی چې تر هغو چې د یادې ادارې چارواکي ورسره تفاهم ته نه وي رسیدلې “ د دوی د سر او مال د ساتنې هيڅ ضمانت نه کوي“
طالبانو دغه راز ګواښ کړی چې له ټولو هغه مؤسسو سره به ورته چلند وکړي چې د هیوادوالو د ضروریاتو پر ځای په غیرلازمي کړنو خپل وخت تیروي

“ په افغانستان کې نورې نړيوالې مؤسسې چې د مظلوم اولس د اصلي ضرورياتو پر ځای په غيرلازمي يا نورو مبهمو چارو بوختې دي بايد متوجه شي چې د نه اصلاح په صورت کې ممکن اسلامي امارت د دوی په اړه هم د سورصليب په شان فيصله وکړي. “

طالبان داسې مهال دا پریکړه کوي چې د هیواد په تر ټولو لوی زندان (پلچرخي) کې زرګونو زندانیانو د خپل حق غوښتلو په پار د نه خوړولو اعتصاب کړی، سلګونو یې خولې په اوسپنیزو سیمونو او تارونو ګنډلې او سلګونه د کوما حالت ته رسیدلي چې د حکومت په ګډون ټولې بشرپاله ادارې یې پر وړاندې چوپه خوله دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close