طالبانو فراه ولایت مرکز کې پوسته نيولې، ۳۱ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱۳) الماس خدرخیل

يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط کابل ټکی کام ته ويلي، چې بېګا شپه زيات شمير وسلوالو د فراه ښار اړوند د شوالګاه د سلطان محمد خان قلعې په سيمه کې په يوه امنيتي پوسته وسلوال بريد ترسره کړ، چې له امله يې لسګونه تنه افغان امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

بل پلو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد نن سهار رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې په نوموړې پوسته د دوی پلويانو له لوري د سپکو او درنو وسلو بريد ترسره شوی، چې دوه نيم ساعته يې دوام درلود.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ياده پوسته يې له امنيتي ځواکونو په بشپړه توګه نيولې او د پوستې د قومندان په ګډون يې پکې ۱۶ تنه د عسکر وژلي دي، چې جسدونه يې لا هم د جګړې په ډګر پراته دي.

طالبانو ويلي، يادې پوستې ته کومکي قوه راتله، چې د دوی لخوا پرې وسله وال بريد شوی او پکې ۳ ټانګونه تخريب شوي او ۱۵ افغان ځواکونو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

دوی وايي: (په پوسته کې له دښمن څخه ۵ ثقیلان ، لس کارمولي ټوپکونه، ۲ راکټونه، یو چریکي هاوان او په زیاته اندازه مرمۍ اومهمات غنیمت شول)).

طالبان په دې برید کې د خپل يو ملګري د ټپي کېدو خبر هم ورکړی؛ خو تر دې دمه د فراه ولايتي چارواکو له خوا د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close