طالبانو له افغانانو غوښتي چې نيالګي وکري

طالبانو له تجارانو غوښتي چې د ونو په کرکيله کې دغريبو خلکو مرسته وکړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۲۵)

طالبانو په خپره کړې اعلاميه کې له افغانانو غوښتي چې د وطن د ښيرازۍ او ابادۍ لپاره لږ تر لږه یو یو نيالګی وکري.

د طالبانو د کرهڼې، مالدارې، عشر او زکوة کميسيون له خوا په خپره شوې اعلاميه کې  نيالګيو کرلو ته د خلکو د تشويقولو په پار د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم حديث راوړی:

( ژباړه: که په یوه له تاسو څخه په داسې مهال قیامت را ورسید چې په لاس کې يې نیالګی و، نو هغه دې (په ځمکه کې) وکري.)

په اعلاميه کې راغلي د تير په څير د اسلامي امارت د مشرتابه د لارښوونې پر اساس (پر ټول متدين ولس او مجاهدینو غږ کوي چې د هیواد د زرغونولو لپاره دې  هر افغان  لږ تر لږه یو يا ډير ميوه لرونکي او يا غير ميوه لرونکي نيالګي وکري).

دغه راز طالبانو له ملي تجارانو غوښتي چې د ميوه دارو او نورو تجارتي بوټو په کرکيله کې د غريب اولس سره مرسته وکړي چې په وينا يې د ونو او بوټو کرل صدقه جاريه او د هیواد ابادي ده.

تیر کال هم د طالبانو مشر په پسرلي کې د نورو هيوادوالو تر څنګ خپلو طالبانو ته امر کړی و چې هر څوک دې په خپلو سيمو کې نيالګي وکري چې بيا تر څو اوونيو د نيالګيو کرلو لړۍ روانه وه.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close