طالبانو له امريکا سره خبرو لپاره نوی مذاکراتي ټيم اعلان کړ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۲۳)

طالبانو له امريکا سره د خبرو لپاره نوی مذاکراتي ټيم (ډله) اعلان کړې چې مشري يې د قطر د دفتر پخوانی مشر شيرمحمد عباس ستانکزی کوي.

طالبانو کابل ټکی کام ته په رالېږلې اعلاميه کې ويلي، دا چې له امريکايي لوري سره د اسلامي امارت خبرې روانې دي نو د موضوع د اهمیت په اساس دغه نوې ډله د طالبانو د مشر ملا هبة الله اخندزاده په لارښوونه جوړه شوې ده.

اعلاميه کې راغلي، یاد مذاکراتي ټيم د (اسلامي امارت) د سياسي مرستيال ملابرادر اخند له خوا په  کار ګمارل شوی چې مشري يې شير محمد عباس ستانکزی کوي او د ستانکزي په شمول ديارلس غړي لري.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په تيره مئ مياشت کې له طالبانو سره شپږ ورځې پرله پسې ناسته درلوده چې د افغانستان ستونزې د حل او له هېواده د بهرنيو ځواکونو د وتلو په اړه پکې خبرې وشوې.

له امریکا سره د طالبانو د نوې مذاکراتي ډلې د غړو نومونه په لاندې ډول دي:

۱ ــ محترم شيرمحمدعباس ستانکزي د ټيم د مشر په توګه.

۲ ــ محترم مولوي ضياءالرحمن مدني د ټيم د غړي په توګه.

۳ ــ محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ټيم د غړي په توګه.

۴ ــ محترم شيخ شهاب الدين دلاور د ټيم د غړي په توګه.

۵ ــ محترم ملا عبداللطيف منصورد ټيم د غړي په توګه.

۶ ــ محترم ملا عبدالمنان عمري د ټيم د غړي په توګه.

۷ ــ محترم مولوي اميرخان متقي د ټيم د غړي په توګه.

۸ ــ محترم ملا محمد فاضل مظلوم د ټيم د غړي په توګه.

۹ ــ محترم ملا خيرالله خيرخواه د ټيم د غړي په توګه.

۱۰ ــ محترم مولوي مطيع الحق د ټيم د غړي په توګه.

۱۱ ــ محترم ملا محمد انس حقاني د ټيم د غړي په توګه.

۱۲ ــ محترم ملا نورالله نوري د ټيم د غړي په توګه.

۱۳ ــ محترم مولوي محمدنبي عمري د ټيم د غړي په توګه.

۱۴ ــ محترم ملا عبدالحق وثيق د ټيم د غړي په توګه.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close