طالبانو له تیرې ورځې راهیسې دوه ځله د بګرام پر هوایي اډه توغندویز بریدونه کړي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۱۸ فرید افغان)

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه خبر ورکړی چې، له تیرې ورځې راهیسې یې دوه ځله د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د امریکایانو په تر ټولو لوی بیس توغندویز بریدونه کړي.
طالبانو ویلي؛ لمړی برید یې تیره شپه او دوهم یې نن سهار ترسره کړی دی.
د دوی په وینا؛ په بریدونو کې (اشغالګروته د سر اومال درانه زیانونه اوښتي دي)
د یادونې وړ ده چې طالبان وخت ناوخت د بهرنیانو پر نظامي بیسونو توغندویز بریدونه کوي چې په زیاتو مواردو کې یې مرګ ژوبله هم اړولې.
د ایساف ځواکونو تر دې مهاله په دې تړاو کوم وضاحت نه دی کړی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close