طالبانو له سره صلیب کمېټې سره لغوه شوی تړون بېرته معتبر کړ

کابل.کام – د تلې ۱۹مه، ۱۳۹۷:

طالبانو له سره صلیب نړیوالې کمېټې سره هغه امنیتي تړون بېرته معتبر کړ چې نږدې یوه میاشت وړاندې یې د د دې کمېټې پر ”کمیت او کیفیت د ځینو ملحوظاتو“ له امله لغوه کړی و.

طالبانو نن، پنجشنبه د تلې په ۱۹مه، په یوه خبرپاڼه کې وویل چې له سره صلیب نړیوالې کمېټې سره یې امنیتي تعهد بېرته معتبر کړ. سور صلیب کمېټه په دې تړون سره په افغانستان کې خپل فعالیتونه په پوره ډاډ سره ترسره کولای شي.

طالبانو دا تړون د تیرې اسد میاشتې په ۲۳مه (د اګست ۱۴مه)، د حکومت په زندانونو کې د بندیانو وضعیت ته د سره صلیب د نه پاملرنې له امله لغوه کړی و. سره صلیب کمېټې د تړون تر لغوه کېدو وروسته ویلي و چې دوی د خبرو له لارې د دې ستونزې د حل کولو هڅه کوي.

د طالبانو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د سره صلیب کمېټې د فعاليتونو ”د کميت او کيفيت په اړه دوی ځینې مهم ملاحظات“ درلودل. ”د سره صليب لخوا دغو ملاحظاتو ته د نه توجه له امله اسلامي امارت د روان کال د اګست مياشتې پر ۱۴مه نېټه هغه امنيتي تعهد لغوه اعلان کړ چې له مخې يې سره صليب په ټول افغانستان کي په پوره ډاډ سره خپل فعاليتونه تر سره کول.“

طالبانو ویلي چې سره صلیب د تړون د لغوه کېدو له امله خپل فعالیتونه ځنډولي وو او له دوی سره یې پر یاده موضوع د تفاهم هڅه کوله.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د مشرانو او د دوی د سیاسي دفتر چارواکو د قطر په مرکز دوحه ښار کې ”پر هغو موضوعاتو دوې ورځې بحث [وکړ] چې اسلامي امارت يې په اړه ملاحظات درلودل. تر بحث وروسته د سره صليب نړيوالې کمېټې د اسلامي امارت د ملاحظاتو په اړه د مثبتو اقداماتو تعهد وکړ او په افغانستان کې د سره صليب د نړيوالې کمېټې د فعاليتونو په اړه د دواړو طرفونو تر منځ توافق رامنځته شو.“

طالبانو پر خپلو وسله والو غږ کړی چې سره صلیب کمېټې ته ورکړل شوی امنیتي تعهد ”بېرته معتبر وګڼي، فعالیتونو ته یې زمینه برابره کړي او د دغې ادارې د کارکوونکو او اړوندو اجناسو حفاظت ته پاملرنه وکړي.“

د سره صلیب نړیواله کمېټه (ICRC) له ۱۹۸۰ز کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت لري. دا اداره اوس مهال افغانستان کې نږدې ۱۶۰۰ کارکوونکي لري چې له بندیانو او نورو ټولنو سره طبي او بشري مرستې کوي.

طالبان له کلونو راهیسې تر خپل لاس لاندې سیمو کې له دې کمېټې سره ګډ کار او د هغوی د کارکوونکو او اجناسو ساتنه کوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close