طالبانو ملکي کمېسيون: ملکیان دې له نيول شويو مرکزونو ځانونه لرې وساتي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۸)

د طالبانو د ملکي تلفاتو د مخنيوي او سمع شکاياتو کمېسيون وايي، ولسي وګړي دې له هغو ځايونو ځانونه ليرې وساتي چې د طالبانو له لوري نيول کېږي په وينا يې ځينې وخت د طالبانو له لوري د دولت څخه نيول شوې پوستې، پوځي مرکزونه “د دښمن د بريدونو هدف ګرځي”.

د طالبانو د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې په خبرپاڼه کې راغلي: “کله چې مجاهدين د دښمن پوستې، قرارګاه وې او نور مرکزونه فتحه کړي سمدستي د دښمن ځواکونه هڅه کوي چې دغه سیمې او مفتوحه ځايونه بمبار کړي او ورڅخه پاتې مهمات او ودانۍ له منځه يوسي؛ نو د سيمې عام خلک بايد له فتوحاتو وروسته د دښمن څخه نیول شوو پوستو او مرکزونوته له ورتګ څخه په کلکه ډډه وکړي”.

يادې ادارې له طالبانو او مسؤولو کسانو هم غوښتي چې سيمه ييز اوسېدونکي او ملکي خلکو له هغو پوځي مرکزونو ته له ورتګ څخه منع کړي چې د دوی له خوا نيول شوي وي، تر څو دغه کړنه د ملکي وګړو د تلفاتو لامل ونه ګرځي.

دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې مخکې هوايي ځواکونو د بادغيس په غورماچ کې پر هغه لوی پوځي مرکز بريد وکړ چې د طالبانو لاسته ورغلې وه.

که څه هم چارواکي وايي، په دغه قرارګاه کې طالبان په نښه شوي خو طالبان او ځايي اوسېدونکي وايي د بريدونو پر مهال په قرارګاه کې ملکي خلک د سامانونو په راټولولو بوخت و چې بمبار پرې وشو او څو تنه کوچنيانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close