طالبانو ميدان وردګ کې د کابل-کندهار لویه لار تړلې

کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۵)

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پر خپله ټويټر پاڼه يوه تازه اطلاعيه کې ویلي چې د کابل کندهار عمومي لاره يې تړلې ده. نوموړي ليکلي چې دغه لاره يې تير ماخستن ۸ بجې د ميدان وردګ ولايت په مختلفو سيمو کې «د دښمن د هر ډول تحرکاتو پرمخ» وتړله.

مجاهد په خپل ټويټ کې له ولسي خلکو غوښتنه کړې چې د لارې د خلاصون تر اعلان پورې په دغه لاره لاړ نشي، دی لیکي: «ترڅو خدای مه کړه په جګړه کې را ګیر نشي، همدا اوس په دغه لویه لاره په ګڼو سیمو کې جګړه روانه ده»

طالبانو له دې وړاندې د غزني-پکتيکا تر منځ غزېدلې لاره هم تړلې وه، چې د دولتي ځواکونو له ډيرو هڅو سره سره لا هم بنده پاتې ده. دوی د غزني او پکتيکا تر منځ د لويې لارې په بدل کې خلکو ته په کليو کې خامه لاره د تګ راتګ لپاره ښودلې وه، خو مجاهد په خپله اطلاعيه کې د کابل-کندهار د لويې لارې بديله لاره نه ده په ګوته کړې.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close